پاکستان د کشمیر په سر د هندوستان سفیر وروغوښته
پاکستان د کشمیر د خلکو خلاف د هندوستان د پوځ د تشدد په دوام باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د هندوستان سفیر خارجه وزارت ته وروغوښته او په دې موضوع یې ورته خپل سخت اعتراض ورسوه.
فارس خبری آژانس خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اعزاز احمد چودری نن د هندوستان د سفیر ګوتم بمباوالا په کتنه کښې د کشمیرد خلکو د وژلې په غندلو سره په دې کار د اسلام آباد لیکلی اعتراض د هندوستان سفیر ته ورکړ.
د هندوستان ځواکونو ویلی چې په کشمیر کښې تاوتریخوالی د خالی په ورځ د حکومتی ځواکونو په ډزو د حزب المجاهدین د یو مشر له وژل کیدو وروسته پیل شول او په دې پیښو کښې تراوسه لږترلږه دیرش تنه وژل شوی او درې سوه نور زخمی شوی دی چې په زخمیانو کښې سل تنه هندی پولیس دی.
اخوا د ملګرو ملتو سرمنشی بان کی مون په کشمیر کښې د تاوتریخوالو له دوامه د اندیښنې څرګندولو په ترڅ کښې د دغې سیمې د شخړې د سوله ایز هواری غوښتنه وکړه.