د پاکستان په پنجاب کښې پولیسو شپږ ترهګر وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i17923-د_پاکستان_په_پنجاب_کښې_پولیسو_شپږ_ترهګر_وژلی_دی
د پاکستان پولیسو په پنجاب صوبه کښې له ترهګرو سره د نښتې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2016 16:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پنجاب کښې پولیسو شپږ ترهګر وژلی دی

د پاکستان پولیسو په پنجاب صوبه کښې له ترهګرو سره د نښتې خبر ورکړ.

ریډیو پاکستان خبر ورکړی چې د دغه هیواد پولیسو نن وویلی: په هغه سخته نښته کښې چې نن د پنجاب صوبې په اوکاړه سیمه کښې د ترهګرو او امنیتی ځواکونو ترمینځ وشوه، شپږ ترهګر هلاک شول.

د پاکستان پولیسو همداشان په دغه نښته کښې د دوو امنیتی ځواکونو د زخمی کیدو خبر ورکړی دی.

نښته پس له هغې پیل شوه چې د پاکستان امنیتی ځواکونو په اوکاړه سیمه کښې د ترهګرو د پټن ځایونو په اړه معلومات راغونډول.