پاکستان په افغانستان کښې نیابتی جګړه پرمخ بیایی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i18037-پاکستان_په_افغانستان_کښې_نیابتی_جګړه_پرمخ_بیایی
په ملګرو ملتو، افغانستان او عراق کښې د امریکا پخوانی سفیر وویل چې پاکستان د افغانستان په وړاندې نیابتی جګړه پرمخ بیایی څو پر دغه هیواد خپل نفوذ تضمین کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2016 10:57 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کښې نیابتی جګړه پرمخ بیایی

په ملګرو ملتو، افغانستان او عراق کښې د امریکا پخوانی سفیر وویل چې پاکستان د افغانستان په وړاندې نیابتی جګړه پرمخ بیایی څو پر دغه هیواد خپل نفوذ تضمین کړی.

په ملګرو ملتو، افغانستان او عراق کښې د امریکا پخوانی سفیر وویل چې پاکستان د افغانستان په وړاندې نیابتی جګړه پرمخ بیایی څو پر دغه هیواد خپل نفوذ تضمین کړی.

زمونږ خبریال د راپور په اساس، زلمی خلیل زاد وویل: په افغانستان کښې نیابتی جګړې، د افغانستان پوځ او عامه خلک له ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

هغه همداراز پاکستان پر دوه رنګه لوبې تورن کړ چې له یوې خوا ښایی، د امریکا ملګری دی او له بلې خوا له طالبانو او د حقانی ترهګری ډلې ملاتړ کوی.

خلیل زاد زیاته کړه: اسلام آباد د ترهګرۍ پلوۍ دی او په دې کښې هیڅ شک نشته چې د پاکستان پوځ او د دغه هیواد اطلاعاتی سازمان له حقانی ډلې ملاتړ کوی.

د خلیل زاد په وینا، پاکستان په دې لټه کښې دی چې د افغانستان حکومت نسکور کړی او امریکا باید پر پاکستان خپلې ټولې مرستې بندې کړی او اسلام آباد په اقتصادی بندیزونو وګواښی.