د پاکستان حکومت دې د امریکې د کانګرس د بدوردو ځواب ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i18472-د_پاکستان_حکومت_دې_د_امریکې_د_کانګرس_د_بدوردو_ځواب_ورکړی
د پاکستان د سینیټ مشر وویل: حکومت دې د امریکې د کانګرس د بدو ردو په وړاندې غلی نه کښینی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2016 11:41 Asia/Kabul
  • د پاکستان حکومت دې د امریکې د کانګرس د بدوردو ځواب ورکړی

د پاکستان د سینیټ مشر وویل: حکومت دې د امریکې د کانګرس د بدو ردو په وړاندې غلی نه کښینی.

د ایرنا د خبر له مخې رضا ربانی د اسلام آباد خلاف د امریکې د کانګرس د ځینو غړو په بیابیا تندو څرګندونو باندې په نیوکې سره د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د دې سپکو سپورو په وړاندې چپ پاتې نه شی.

د پاکستانی سینیټ مشر په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم له سلاکار سرتاج عزیزه وغوښتل چې د سینیټ په راتلونکې غونډه کښې حاضر شی او د امریکې د کانګرس د استازو لخوا د وروستیو او بیابیا تکراریدونکو پاکستانی ضدو څرګندونو په هکله د سینیټرانو د پوښتنو ځواب ورکړی.

د پاکستان د سینیټ مشر وویل چې د امریکې د کانګرس د غړو لخوا دا ډول څرګندونې په یوې عادی او تکراری چارې بدلې شوې دی.

د ویلو ده چې د امریکې د کانګرس ځینو غړو له ځینو ترهګرو ډلو سره د اغیزمنې مقابلې په نه کولو د پاکستان په تورنولو سره په دغه هیواد باندې د ایف-۱۶ ډوله جنګی الوتکو د خرڅولو مخه نیولې ده.