هند له پاکستان سره د اختلافاتو په هوارولو تاکید وکړ
Jan 05, 2017 13:02 Asia/Kabul
د هند د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار له پاکستان سره د خپل هېواد د اختلافاتو په هواری تاکید وکړ.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې مبشر جواد اکبر پرون په نوی ډیلی کښې وویل: هند او پاکستان د خبرو اترو له لارې کولې شی خپل مشکلات هوار کړی.
هغۀ زیاته کړه، هند د پاکستان په شمول له ټولو ګاونډیانوسره د ښو تعلقاتو غوښتونکے دے او په سیمه کښې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره کوشش کوی.
هغۀ څرګنده کړه چې نوے ډیلے او پاکستان پکار دی په سیمه کښې د ترهه ګرۍ جرړې وباسی.
-----------
ټیګونه