پاړه چنار ولې هر وخت په وینو لامبول کیږی؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50698-پاړه_چنار_ولې_هر_وخت_په_وینو_لامبول_کیږی
د پاکستان د قبائیلی سیمې کرمې اېجنسۍ له پاړه چنار څخه زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې پرون له ماسپښینه وروسته د دوو ترهه ګرو چاودنو له امله تقریباً پنځوس تنه روژتیا چې د وړوکی اختر لپاره د سوداګانو اخېستو په حال کښې وو ووژل شول او له سلو نه زیات ژوبل شول. دغه دواړه چاودنې له طوری مارکیټ سره نزدې رامنځته شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2017 10:46 Asia/Kabul
  • پاړه چنار ولې هر وخت په وینو لامبول کیږی؟

د پاکستان د قبائیلی سیمې کرمې اېجنسۍ له پاړه چنار څخه زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې پرون له ماسپښینه وروسته د دوو ترهه ګرو چاودنو له امله تقریباً پنځوس تنه روژتیا چې د وړوکی اختر لپاره د سوداګانو اخېستو په حال کښې وو ووژل شول او له سلو نه زیات ژوبل شول. دغه دواړه چاودنې له طوری مارکیټ سره نزدې رامنځته شوې.

 وړومبې یوه چاودنه وشوه  او چې کله خلق د  چاودنې په ځاے کښې راغونډ شول نو یوه بله ځان وژونکې چاودنه وشوه. د دغو بوږنونکو چاودنو وروسته د پاړه چنار خلقو د حکومت او امنیتی ځواکونو په بې پامۍ او بې تدبیرۍ باندې په اعتراض کښې په احتجاجی مظاهرو لاس پورې کړ چې له بده مرغه د کرنل عمر په حکم پرې امنیتی ځواکونو نېغ په نېغه ګولۍ اورولې چې په نتیجه کښې یې څلور تنه نور شیعه ووژل شول او شپږ ژوبل شول او په دا ډول د وژل شویو شمېر نور هم زیات شو.

باید وویل شی چې روان کال د تېر مارچ میاشتې په یودېرشمه نېټه هم د پاړه چنار ښار په دننه کښې د ښځو له امامباړې سره نزدې یو چاودنه وشوه چې له کبله یې دېرش تنه ووژل شول او تقریباً شپېتۀ نور ژوپل شول. او هغه وخت هم د خلقو په پرامنه مظاهرو باندې د همدغه کرنل عمر په حکم د کرمې د ملېشې لخوا ډزې وشوې چې په نتیجه کښې یې شپږ تنه وژل شوی او لس تنه نور ژوبل شوی وو او همدارنګ د تېرې جنورۍ په دویشتمه نېټه هم د مېوې او سبزۍ په بازار کښې ریموټ کنټرول بم د چاودنې له امله تقریباً دېرش تنه وژل شوی او څلوېښت نور ژوبل شوی وو او هر ځل د پاکستان لشکر جهنګوی یا طالب ډله په پاړه چنار کښې د دغو ترهه ګرو حملو ذمه واری په غاړه اخلی.

باید وویل شی چې هر کله چې د حکومت لخوا تکفیری ترهه ګر نیول کیږی یا سزا کیږی نو انتقام یې له شیعه ؤ په تېره بیا د پاړه چنار له شیعه ؤ اخېستل کیږی. له پاړه چنار څخه رارسېدلی رپوټونه دا ښودنه کوی چې په دغه سیمه کښې ترهه ګرې حملې له هغه وخت نه زیاتې شوې دی چې د دغه ښار د امنیت د ټینګښت ذمه واری د حکومت امنیتی ځواکونو په غاړه اخېستې ده او له دې مخکې چې کله د پاړه چنار خلقو خپله د دفاعی ډلو په جوړولو سره د امنیت د ټینګولو ذمه واری په غاړه اخېستې وه نو داسې غمیزې نه رامنځته کېدې او یا به ډېر کمې وې او د دغو دفاعی ډلو لګښتونه او تنخواګانې به هم د خلقو او د پاړه چنار د مرکزی امامباړې لخوا ادا کېدې.  خو د پاکستان فوځ او د پاړه چنار ځای حکومت د پاړه چنار له خلقو څخه د امنیت د ټینګښت اختیار واخېست او اجازه یې ورنکړه چې امنیت دې د خلقو لخوا ټینګ شی او له بده مرغه حکومتی امنیتی ځواکونو نه یوازې د پاړه چنار د خلقو امنیت ټینګ نکړې شو بلکه د پاړه چنار خلقو ته یې د فریاد او اعتراض کولو اجازه هم ورنکړه او که څوک اعتراض کوی  نو د امنیتی ځواکونو لخوا پرې ډزې کیږی.

نو اوس دا چې پاړه چنار ولې وخت په وخت له ترهه ګرو حملو سره مخامخیږی څو علتونه لری.

وړومبے: کرمه اېجنسی چې پاړه چنار یې مرکز دے د پاکستان یو ترټولو مهمه او سټراټیجکه قبائیلی سیمه ده چې شمال ختیځ څخه د افغانستان له ننګرهار او توره بوړه سټراټیجکې سیمې سره او له شمال او شمال لویدیځ څخه هم د دغه هېواد له پکتیا ولایت سره ګډه پوله لری.  په افغانستان کښې له شوروی سره په جنګ کښې د پاکستان د هغه وخت حکومت، امریکې او سعودی زیات کوششونه وکړه چې دغه سیمه له شیعه ؤ خالی کړی او د افغان مجاهدینو لپاره یو جلاوطن حکومت په دغه سیمه کښې جوړ کړی چې دغه منصوبه  د شیعه ؤ یعنې طوری او بنګش قبائلو له مقاومت سره  مخامخه شوه او ناکامه شوه.

دویم: پاړه چنار یوازېنۍ قبائیلی سیمه ده چې په تېرو شپاړسو کلونو کښې د شیعه ؤ د سخت مقاومت په وجه د پاکستان د طالب ډلې،  القاعدې او نورو ترهه ګرو ډلو له ناپاک وجوده په امان کښې پاتې ده او له  2007 کال نه تر اوسه پورې یې پینځه زره شهیدان ورکړی دی، خو اجازه یې ورنکړه چې تکفیری ډلې دغه ځاے هم د نورو قبائیلی سیمو په شان ونیسی او  تر ټولو امنه سیمه چې د ترهه ګرو له شره په امان کښې پاتې وه پاړه چنار ؤ او د پاکستان فوځ د ترهه ګرو ډلو د شتون په بهانه د وزیرستان په شمول په باقی قبائیلی سیمو کښې خپل استعماری پروګرامونه عملی کړل. د پاکستان فوځ چې مخکې یې دغو سیمو ته داخله منعې وه اوس له ترهه ګرو ډلو سره د مقابلې په بهانه دغه سیمې په بشپړه توګه په اختیار کښې لری، اکثر قبائلی مشران یې د طالب ډلې په ذریعې سره وځپل او د مرګ کومی ته یې ولېږل. نو ځکه ویلې شوو چې د کرمې اېجنسۍ په تېره بیا د پاړه چنار ښار ناامنه کول هم د پاکستان د حکومت په تېره بیا د فوځ ضرورت دے چې وکړې شی د تور  ګوته افغانستان او هند ته ونیسی او د افغانستان له خاورې څخه د ترهه ګرو له ننوتلو څخه د مخنیوی په بهانه د ډیورېنډ په کرښه کښې تاسیسات او خنډونه رامنځته کړی، لکه چې په نورو قبائیلی سیمو کښې یې هم دا کار کړے دے او د افغانستان له پوله ایزو ځواکونو سره د نښتو سبب شوے دے چې افغان حکومت مجبور کړی چې د پاکستان لخوا په ډیورېنډ کرښه د ازغن تار لګولو او خنډونه رامنځته کولو ته غاړه کیږدی چې دا د پاکستان لپاره یو سند او ثبوت شی چې ووائی افغانستان د ډیورېنډ کرښه په رسمیت پېژندلې ده.

د دغو وخت په وخت ترهه ګرو حملو دریم علت د دغې سیمې د خلقو شیعه توب دے چې د داعش او نورو  وهابی تکفیری ډلو سخت مخالف دی او هیڅکله د داعش او القاعدې وهابیانو ته تسلیم نه شول او د پاکستان د طالب ډلې او القاعدې د سختو حملو چې د دغه هېواد د  استخباراتی ادارې آئی اېس آئی د پالېسې برخه ده په وړاندې د پاړه چنار د شیعه ؤ ټینګ اودرېدنه او مقاومت دغه اداره هم اندېښمنه کړه نو ځکه د پاړه چنار د شیعه د ځپلو لپاره دې ته ضرورت لری چې وخت په وخت په پاړه چنار کښې د آئی اېس آئی او سعودی په غږملتیا سره ترهه ګرې حملې رامنځته شی.

د سپاه صحابه او لشکر جهنګوی په شان وهابی تکفیری ډلې چې اوس یې له داعش ترهه ګرې ډلې سره بیعت کړے ا د داعش په نامه فعالیتونه کوی د پاکستان د اسخباراتی ادارې آئی اېس آئی لخوا په اتیایمې لسیزې کښې جوړوې شوې دی او له دغو ډلو څخه د هند او افغانستان په مقابل کښې د دباو د ډلو په توګه استفاده کیږی او د پاکستان فوځی حلقې دغه ډلې خپله سټراټیجکه سرمایه بولی.