د چین خارجه وزیرپاکستان ته لاړ
د ایرنا له راپور سره سم وانګ یی د اسلام اباد او کابل ترمینځ د تاوتریخوالی د کمولو په اړه له پاکستانی چارواکو سره د سلا و مشورې او په سیمه کې د سولې او ثبات د بهیر د جاج په هدف اسلام اباد ته لاړ .
وانګ یې د کابل له پریښودلو مخکې د افغانستان له خارجه وزیر صلاح الدین ربانی سره کتنه او د سولې د بهیر په اړه خبرې اترې وکړی . د چین خارجه وزیر نن سهار کابل ته ولاړ او هلته یې له افغان چارواکو سره کتنې او خبرې اترې وکړې .
د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ویلی دی چی هېواد یې چمتو دی، د اړتیا په صورت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې د اقداماتو د څرنګوالی نظارت وکړی.
د ملی امنیت شورا ویاند او د ستراتیژیکو اړیکو رییس قادر شاه وویل، د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن له غرمې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی ته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ښه راغلاست و وایه او د یوې ناستې په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسی او اقتصادی همکاریو خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه، د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر راتګ د قزاقستان په آستانه کې د شانګهای کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او چین د ولسمشرانو ترمنځ د لیدنې پر مهال د چین د ولسمشر هغه ژمنه پوره کړه، چې چین به د افغانستان حالت په جدیت سره څاری او د حالاتو د ښه والی لپاره به هلې ځلې پراخوی.
اتمر خوښی څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شوی او چین یې د افغانستان ښه دوست او ملګری و باله.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی وویل، د داوړو هېوادونو ترمنځ د مشترکو هلو ځلو په موخه د اړیکو د پراختیا او اعتماد سازۍ مناسب وخت دی.
نوموړی زیاته کړه، چین به د افغانستان لپاره نه یواځې ښه ګاوندی، بلکې ښه ملګری او شریک وی.
وانګ یی، د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر او کابل پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ او ویې ویل، د سیمې د هېوادونو لپاره باثباته افغانستان جدی اړتیا ده او ترڅو چې په افغانستان کې امن او ثبات رانه شی، په سیمه کې به د امنیت او ثبات هڅې بې پایلې وی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ په لندن کې د شویو مذاکراتو په رابطه د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې چمتو دی، ترڅو اړتیا په صورت کې دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې د اقداماتو څرنګوالی نظارت کړی.