داسلامی هیوادونو لیدتوګې باید سره یو شان شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53554-داسلامی_هیوادونو_لیدتوګې_باید_سره_یو_شان_شی
د اسلامی ایران د قضایه قوې مشر آیت ا.... آملی لاریجانی نن په تهران کې د پاکستان دمشرانو له جرګې مشر رضا ربانی سره په کتنې کې ووئیل نن سبا داسلامی هیوادونو په تیره بیا دهغو هیوادونو دلیدتو نزدیکیدا، چې پیاوړی کلتوری مخینه لری ، داسلامی نړۍ د ورځې یو فرض امر دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 06, 2017 12:50 Asia/Kabul
  •   داسلامی هیوادونو لیدتوګې باید سره یو  شان  شی

د اسلامی ایران د قضایه قوې مشر آیت ا.... آملی لاریجانی نن په تهران کې د پاکستان دمشرانو له جرګې مشر رضا ربانی سره په کتنې کې ووئیل نن سبا داسلامی هیوادونو په تیره بیا دهغو هیوادونو دلیدتو نزدیکیدا، چې پیاوړی کلتوری مخینه لری ، داسلامی نړۍ د ورځې یو فرض امر دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ هغه  په دغې کتنې کې  همداراز ووئیل   داسلامی نړۍ لپاره دامریکا اوصهونیسټ رژیم  دسیسه  له یوه بله د اسلامی امت  جلاکول دی او دوی  دصهونیسټانو  په  وړاندې د مقاومت د موضوع او دفلسطین د مسئلې  په ځای  ، په اسلامی نړۍ کې  دنورو  فرعی مسئلو  په مطرح کولو  او رابرسیره کولو پسې دی .

  آیت ا... لاری  آملی  لاریجانی داعش تکفیری ترهه ګره ډله  په نړۍ کې دترهه ګرۍ یو څرګند مثال وباله او  ووئیل ،  دداعش له راپنځولو دامریکا اوصهونیسټانو  موخه   د اسلام دپاک دین   د رحمانی او  عقلانی څیرې  ځیږ  ښودل دی . 

 دپاکستان دمشرانو جرګې  مشر  رضا ربانی هم  په دغې کتنې کې  ووئیل ، مسلمان او داسلامی هیوادونو مشران  باید  اختلافات سره ختم کړی  او  یو واحد اسلامی امت جوړ کړی .

  هغه ټینګار وکړ  دامریکا او نورو امپرالیسټی   هیواونو له  خوا  دنړیواله پراختیا موخه  داسلامی هیوادونو ترمینځ دتفرقې  رامینځةکول دی .