په پاکستان کې د ترهه ګرو دجنایتونو دوام
ّه فتح پور درګاه کې جنایت په داسې حال کې شوی ، چې له دې څو ساعته مخکې د پآکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور په خبری کنفرانس کې ادعا کړې وه چې پاکستان له ترهه ګرو پاک شوی او په دغه هیواد کې ترهه ګرې ډلې وجود نه لری . هغه دغه راز وئیلی وو، هغه ا قدامات چې پاکستان دترهه ګرو په اړه کړی دی ، د دنیا په یوۀ ځای کې هم نه دی شوی .
دپاکستان دبلوچستان صوبې دجهل مګسی په فتح پور شریف درګاه کې په ځان مرګی حملې کې چې تروروستیو راپورونو په اساس پکې دوه ویشت کسان شهیدان او کابو پنځوس نور ټپیان شوی دی ،تکفیری ترهه ګرو خپل شتون یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د جهل مګسی مرستیال کمیشنر ا سد ا... کاکړ وئیلی دی په شهیدانو دپولیسو یو افسر او یو شمیر ماشومان هم ترسترګو کیږی ، په دغه زیارت کې عرس روان ؤ چې ځان مرګی غوښتل زیارت ته ننوځی خو د امنیتی مامورانو په موقعې اقدام سره ئې دغه هڅه ناکامه شوه او له زیارته بهر ئې چاودنه کړې چې دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده .
باید ووئیل شی دروان کال په فرورۍ میاشت کې هم دسند صوبې په سهون شریف سیمې کې د لعل شهباز قلندر په درګاه کې هم په ځان مرګی برید کې دښځو او ماشومانو پشمول اتیا کسان شهیدان او څه دپاسه یو سل پنځوس ټپیان شوی وو . له دې مخکې هم دتیر کال په نومبر کې دبلوچستان صوبې په خضدار کط په شاه نورانی زیارت کې هم په چاودنې کې دښځو اوماشومانو پشمول کابو شپیته زیارتوال قربانی ا و څه دپاسه سل نور ټپیان شوی وو.
وئیل کیږی د پرونۍ چاودنې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې خو له دې مخکې دصوفیانو په درګاه او زیارتونو کې او دغه راز په نورو مذهبی او عامو ځایونو کې د ځان مرګو حملو اوبم چاودنو مسئولیّتونه یا طالبانو په غاړه اخستی او یا ئې هم پړه داعش منلې ده .
پرونی جنایت په داسې حال کې شوی ، چې له دې څو ساعته مخکې د پآکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور په خبری کنفرانس کې ادعا کړې وه چې پاکستان له ترهه ګرو پاک شوی او په دغه هیواد کې ترهه ګرې ډلې وجود نه لری . هغه دغه راز وئیلی وو، هغه ا قدامات چې پاکستان دترهه ګرو په اړه کړی دی ، د دنیا په یوۀ ځای کې هم نه دی شوی .
خو دپاکستان زیاتره شناندی او دچارو کارپیژاند په دې اند دی چې پاکستان په داسې حال کې دجنګوی لښکر ،سپاه صحابه ، طالبان،القاعدې او داعش په څیر له ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو سره لاس او ګریوان دی ، چې وخت په وخت د پاکستان دمظلومو خلکو په تیره بیا د اهل تشیع،اهل تسنن ،بریلویانو او هم دصوفی مکتبه خلکو او دغه راز دزیارتونو او او نورو مذهبی ځایونو په ضد ترهه ګرې حملې کیږی ، چې امریکا دافغانستان په باب پخپلې نوی سټراټژۍ کې پاکستان په افغانستان کې د جنګ د دوام اصلی عامل معرفی کړی او خبرداری ئې ورکړی دی ، یا پخپل سیاست بیا کتنه وکړی او یا هم د دغو لاسوهنو د خطرناکو پایلو په تمه ووسی . لکه څنګه چې دامریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس دتیرې دوشنبې په ورځې د دغه هیواد دمشرانو جرګې دپوځی خدماتو په کمیشن کې پخپلې وینا کې وئیلی وو چې پاکستان ته یو بل فرصت هم ورکوی څو له طالبانو خپل ملاتړونه پای ته ورسوی . هغه دغه راز دپاکستان دپوځ استخباراتی اداره آئی ایس آئی تورنه کړې چې دځان لپاره جلا بهرنی سیاست لری ،خو بیا ئې خبرداری ورکړی چې که امریکا دپاکستان د لاسوهنو له امله دافغانستان په جنګ کې بریالۍ نشی ، نو په داسې بڼه کې به د ډونالډټرمپ حکومت په هرځای کې چې ضروری وګڼی ، لاس په کار کیږی.
البته ډیری شناندی وائی په دغو دباؤنو پسې چې دامریکا او افغانستان له خوا پر پاکستان اچول کیږی ، دپاکستان حکومتی اوپوځی چارواکی لالهانده شوی دی څو نړیوال قانع کړی چې پاکستان له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې جدی دی .
دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرا ل قمر جاوید باجوه له یوې خوا دتیرې ا ونۍ په یکشنبې ورځې دیوه پلاوی په مشرۍ کابل ته په سفر لاړ او له اشرف غنی سره په کتنې کې هڅه کړې څو هغه قانع کړی چې پاکستان په افغانستان کې دامنیت دتامینیدا غوښتونکی دی او له بلې خوا دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف چې امریکا ته په سفر تللی ، په واشنګټن کې ئې د امریکا په یوه امنیتی انسټیټیوټ کې پخپلې وینا کې وئیلی ، پآکستان دترهه ګرۍ په کنټرولولو کې غوره رول لوبولی دی . هغه په عین حال کې وئیلی دی ،په پاکستان کې ډیموکراټیک اورګانونو پیاوړی کیږی ، خو بیا امنیتی او سیاسی چارو کارپوهان وائی دهغه دغه خبره څه خاص معناوې لری . دپاکستان د مشرانو جرګې یوه پخوانی غړی او دپختونخواه ملی عوامی ګوند یوه مشر رضا محمد رضا له مونږ سره په ټیلیفونی مرکې کې په ډې اړه وئیلی ، دپاکستان خارجه وزیر غواړی ، نړیوالو په تیره بیا امریکا ته دا وروښائی چې که غواړی په پاکستان کې د ترهه ګرۍ جرړې وچې شی ، نو باید له ټاکل شویو حکومتونو سره مرسته وکړی . لکه څنګه چې خواجه آصف له دې مخکې هم په اسلام اباد کې د پآکستان دسفیرانو په دوه ورځنۍ ناستې کې وئیلی وو چې پاکستان باید خپله خونه پاکه کړی . هغه همداراز ټینګار کړی ؤ چې دپاکستان بهرنی سیاست باید د ټاکل شوی حکومت او په ولسی جرګې کې غوره شی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان ځینی سیاسی کارپوهان اوشناندی په دې اند دی چې امریکا دپاکستان دتاریخ په اوږدو کې تل د دغه هیواد له پوځه ملاتړ کړی دی او په پآکستان کې په هماغه اتیایمې لسیزې کې دامریکا په ځینو پټو اوښکاره پلانونو اودسیسو سره جنایتکارې اوترهه ګرو ډلو هم سر راپورته کړی دی چې نن سبا ئې دپاکستان مظلوم اوبې څوکه ولس نتیجې زغمی .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )