پاکستان نور په امریکا هیڅ تکیه نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57709-پاکستان_نور_په_امریکا_هیڅ_تکیه_نه_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل هیواد یې نور په امریکا باندې تکیه نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2017 01:34 Asia/Kabul
  • امریکا اوس پاکستان یوازې پریښودلی دی او په جنوبي اسیا کښې یې هغه رول چې پخوا یې اسلام اباد ته ورکړی وو اوس هند ته ورکړی دی .
    امریکا اوس پاکستان یوازې پریښودلی دی او په جنوبي اسیا کښې یې هغه رول چې پخوا یې اسلام اباد ته ورکړی وو اوس هند ته ورکړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل هیواد یې نور په امریکا باندې تکیه نلری .

هغه پرون په دې خبرې ټینګار سره  چې پاکستان نن  سبا یو(۱) خپلواکه هیواد دی وویل امریکا باید په واشنګټن باندې زمونږ د تیر وخت تکیه کول هیر کړی .

دپاکستان لومړی وزیر زیاته کړه دامریکا لخوا پاکستان ته ګواښ کول او ورباندې بایکاټ لګول په اصل کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې په لاره کښې بې پامۍ او سستی ده .

داګست دمیاشتې په یویشتمه(۲۱) نیټه د افغانستان او دجنوبی اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوی ستراتیژۍ له اعلان وروسته د پاکستان او دامریکا اړیکې سړې شوی دی .

دامریکا ولسمشر ددغه ستراتیژۍ د اعلانولو په وخت پاکستان د ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی بللی وو او ویلی یې وو پاکستان دترهګرو ډلو په پناه ځاې بدل شوی او په افغانستان کښې دنا امنۍ عامل دی .

دپاکستان لومړی وزیر وویل پاکستان نور د پوځی سازوسامان لپاره په امریکا تکیه نه کوی او که چیرې یوه(۱) لاره بنده شی نو پاکستان له نورو هیوادونو وسلې اخلی .

دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل مونږ باور نلرو چې دامریکا او د پاکستان له اړیکو سره د هند اړوندول به په افغانستان کښې مشکل حل کړی ځکه چې مونږ په افغانستان کښې د هند رول نه منو .

هغه وویل حقیقت دا دی له پاکستان سره د افغانستان اکثره سرحدی سیمې د طالبانو په لاس کښې دی او زیاته یې کړه په افغانستان کښې موجود ترهګر په پاکستان کښې ترهګرې حملې کوی نو ځکه خو پاکستان له لویدیځو سرحدونو کښې دیوال جوړوی .

د ویلو ده چې امریکا اوس پاکستان یوازې پریښودلی دی او په جنوبی اسیا کښې یې هغه رول چې پخوا یې اسلام اباد ته ورکړی وو اوس هند ته ورکړی دی .