له ترهګرو ډلو سره جدی مبارزه ضروری ده
-
دپاکستان دترهګرۍ ضد د ادارې ځواکونه دټروریسټانو پرځاې شیعه ځوانان نیسي .
زمونږخبریال راپور راکړی د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجه ناصر عباس جعفری له تکفیری ترهګرو ډلو سره په جدی مقابلې ټینګار وکړ .
هغه دپاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې دشیعه مسلمانانو د ټرور په غندلو سره له حکومت او دپوځ له مشر وغوښتل له تکفیری ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره جدی عملیات پیل کړی .
دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر زیاته کړه ټروریسټان شیعه مسلمانان وژنی او د هیواد دترهګرۍ ضد د ادارې ځواکونه دټروریسټانو پرځاې شیعه ځوانان نیسی .
دپاکستان د بلوچستان صوبې دمرکز کویټه ښار خلکو په پرتلې وهلو سره دشیعه مسلمانانو د ټرور دغندلو په ترڅ کښې له حکومته وغوښتل ترهګرو حملو عاملان دې ونیسی او محاکمه یې کړی .
یوشمیر ترهګرو په تیرې دوشنبې ورځ دپاکستان دبلوچستان صوبې دمرکز کویټه ښار ته نږدې دشیعه مسلمانانو په یوه (۱)ګاډی ډزې وکړې او پینځه (۵)کسان یې ووژل او یو(۱)بل یې ژوبل کړ .
بلوچستان د پاکستان په ناامنه صوبو کښې راځی چیرې دجماعت الاحرار ، سپاه صحابه او دلشکر جهنګوی په شمول ترهګرې ډلې فعالیتونه کوی .