ترهګرۍ د ټولو ملتونو ګډ دښمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58019-ترهګرۍ_د_ټولو_ملتونو_ګډ_دښمن_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی محمد نفیس ذکریا ترهګرۍ دټولو ملتونو ګډ دښمن وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2017 02:42 Asia/Kabul
  • پاکستان تل داختلافاتو دحل کولو لپاره دفرصتونو هرکلی کړی دی .
    پاکستان تل داختلافاتو دحل کولو لپاره دفرصتونو هرکلی کړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی محمد نفیس ذکریا ترهګرۍ دټولو ملتونو ګډ دښمن وباله .

هغه پرون په اسلام اباد کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې دترهګرۍ ښکارنده د ټولو ملتونو او حکومتونو دګډ دښمن په توګه یاد کړه او ویې ویل ټول هیوادونه باید په ملګرتیا سره ټروریزم له مینځه یوسی .

نفیس ذکریا د ایران او دپاکستان دځینو سرحدی مسایلو په اړه وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ معلوم سازوکار سیسټاماټیک شوی او ددغه سازوکار په چوکاټ کښې  سرحدونوته د اړونده ټولو موضوګانو ، دوه اړخیزه  او یا سیمه ایزومسایلو په هکله بحث کیږی .

دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس ذکریا له افغانستان سره دخپل هیواد دسرحدی اختلافاتو او مشکلاتو په اړه هم وویل پاکستان تل داختلافاتو دحل کولو لپاره دفرصتونو هرکلی کړی دی .