عمر عثمان د جماعت الاحرار ډلی مشر ټاکل شوی
-
دپاکستان طالبانو ډلې د عمر منصور دوژلي خبر تائید کړی دی خو دا یې نه دي ویلي چې هغه کله ، چیرې او څرنګه وژل شوی دی .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان او دافغانستان په سرحدی سیمه کښې په هوایی حملې کښې د جماعت الاحرار ترهګرې ډلې د مشر عمر خراسانی وژل کیدل تائید شوی دی .
خالد خراسانی د پاکستان په پولیسو او امنیتی چارواکو ډیرې حملې او بم چاودنې کړی وې او تر تعقیب لاندې وو .
د خالد عمر خراسانی پرځاې اوس عمر عثمان خراسانی دجماعت الاحرار ترهګرې ډلې چې دطالبانو یوه(۱) جلا شوی څانګه ده مشر ټاکل شوی دی .
د پاکستان دجماعت الاحرار ترهګرې ډلې مشر عمر خالد خراسانی دوه (۲)ورځې مخکې دافغانستان په پکتیا ولایت کښې چې له پاکستان سره په سرحدی سیمه کښې پروت دی دامریکا د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې ژوبل شوی وو او بیا د نری کنډاو روغتون ته وړل شوی خو هلته مړ شو .
د عمرخراسانی اصلی نوم عبدالولی وو او دپاکستان دمهمند قبایلی سیمې وسیدونکی وو .
ویل کیږی له خالد خراسانی سره درې(۳) نور مهم کسان سیال مقبل، واحد مقبل او بهرام مقبل هم وژل شوی دی .
بل خبر داچې د پاکستان طالبانو ډلې هم په پیښور کښې د پوځ په ښوونځی او د چارسدې په باچا خان پوهنتون د حملې دمغز متفکر عمر منصور د وژلې خبر تائید کړی دی .
عمر منصور په پیښور او دره ادم خیل قبایلی سیمه کښې دپاکستان دطالبانو ډلې قوماندان وو .
دپاکستان طالبانو ډلې د عمر منصور دوژلی خبر تائید کړی دی خو دا یې نه دی ویلی چې هغه کله ، چیرې او څرنګه وژل شوی دی .