عربستان ته د نواز شریف ناڅاپه سفر
Oct 23, 2017 14:35 Asia/Kabul
د پاکستان لیری کړی شوی لومړی وزیر چې ټاکل شوی وه له انګلستان لاهور ته ورشی،په ناڅاپه سفر کښې عربستان ته تللی.
فارس خبری اژانس د پاکستان د خبری سرچینو له قوله راپور ورکړی،نوازشریف چې ټاکل شوی وه نن له لندنه لاهور ته ورشی،خپل پروګرام بدل کړ او ریاض ته یې سفر وکړ.
تر اوسه پورې له سعودی چارواکو سره د هغه د کتنې جزییات خپاره شوی نه دی.
دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان پخوانی اولسمشر آصف زرداری وییلی؛نوازشریف د هغو تړونونو د لغوه کولو په اړه چې د پاکستان د سترې محکمې له لوری د مالی فساد په جرم محکوم شوی،له عربستانی چارواکو سره خبرې اترې وکړی.
پاکستانی رسندوی سرچینو څرګنده کړی،نوازشریف د یوې مودې راهیسې هڅه کوله چې له سعودی چارواکو سره وګوری.