د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر څخه د پاکستان سوړ هرکلے
پاکستان ته د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر سفر د پاکستان د چارواکو له سوړ هرکلی سره مخامخ شو.
له اسلام آباده د فرانس پرېس د رپوټ له مخې د افغانستان د بحران په وړاندې د امریکې د ولسمشر د نوې پالېسۍ له اعلانولو او د افغانستان په ترهه ایزو پېښو کښې په لاس لرلو باندې د پاکستان له تورنولو نه یو میاشت پس پاکستان ته د امریکې د خارجه وزیر رېکس ټېلرسون نننے سفر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو له سوړ هرکلی سره مخامخ شو.
د دغه رپوټ له مخې نن د پاکستان د راولپنډۍ ښار فوځی هوائی ډګر ته د ټېلرسون له رسېدو وروسته پاکستان د دغه هېواد خارجه وزارت لخوا د مرستیال په سطح یو پلاوی د ټېلرسون هرکلے وکړ.
د امریکې خارجه وزیر ټاکلې شوې ده په دغه سفر کښې د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسی او د دغه هېواد د فوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره کتنه او خبرې اترې وکړی.
د یادونې ده چې د پاکستان په اړه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له څرګندونو وروسته د پاکستان د چارواکو قهر راپارېدلے او د دواړو هېوادونو ترمېنځ تریخوالے زیات شوے دے.