په اسلام اباد کښې امنیتی تدبیرونه زیات شوی
-
ټاکل شوي ده چې دپاکستان مظاهره چیان نن شپه یا سبا سهار اسلام اباد ته ورسیږي .
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان دحکومت دغه اقدام وروسته له دې وشو چې ځینو مذهبی ډلو په پلازمینې اسلام اباد کښې دهیواد په اساسی قانون کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په نبوت د لوړې دحذفولو په اعتراض کښې مظاهرې پلان کړې .
حاضردمه داسلام اباد د سرې کرښې یعنی ریډ زون(Red Zone) په خوا کښې امنیتی تدبیرونه زیات شوی او دغه سیمې ته ټول تلونکی لارې په سترو کانټیرونو سره تړل شوی دی .
رسنیو د مذهبی ډلو د مظاهرو په لارو کښې دپولیسو او دامنیتی ځواکونو ددیره کیدا خبر هم ورکړی دی .
مظاهره چیان چې د پاکستان دپنجاب صوبې له مرکز لاهور څخه د پلازمینې اسلام اباد په لور روان دی د ملی پارلمان د کاندیدانو او استازیود نومونو د ثبتولو له فرمې (Form)څخه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په نبوت د لوړې حذفیدا په اړه اعتراض کوی .
ټاکل شوی ده چې دپاکستان مظاهره چیان نن شپه یا سبا سهار اسلام اباد ته ورسیږی .