په اسلام اباد کښې امنیتی تدبیرونه زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58569-په_اسلام_اباد_کښې_امنیتی_تدبیرونه_زیات_شوی
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان دحکومت دغه اقدام وروسته له دې وشو چې ځینو مذهبی ډلو په پلازمینې اسلام اباد کښې دهیواد په اساسی قانون کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په نبوت د لوړې دحذفولو په اعتراض کښې مظاهرې پلان کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2017 16:55 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي ده چې دپاکستان مظاهره چیان نن شپه یا سبا سهار اسلام اباد  ته ورسیږي .
    ټاکل شوي ده چې دپاکستان مظاهره چیان نن شپه یا سبا سهار اسلام اباد ته ورسیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان دحکومت دغه اقدام وروسته له دې وشو چې ځینو مذهبی ډلو په پلازمینې اسلام اباد کښې دهیواد په اساسی قانون کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په نبوت د لوړې دحذفولو په اعتراض کښې مظاهرې پلان کړې .

حاضردمه داسلام اباد د  سرې کرښې یعنی ریډ زون(Red Zone) په خوا کښې  امنیتی تدبیرونه زیات شوی او دغه سیمې ته ټول تلونکی لارې په سترو کانټیرونو سره تړل شوی دی .

رسنیو د مذهبی ډلو د مظاهرو په لارو  کښې دپولیسو او دامنیتی ځواکونو ددیره کیدا خبر هم ورکړی دی .

مظاهره چیان چې د پاکستان دپنجاب صوبې له مرکز لاهور څخه د  پلازمینې اسلام اباد په لور روان دی د ملی پارلمان د کاندیدانو او استازیود نومونو د ثبتولو له فرمې (Form)څخه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په نبوت د لوړې حذفیدا په اړه اعتراض کوی .

ټاکل شوی ده چې دپاکستان مظاهره چیان نن شپه یا سبا سهار اسلام اباد  ته ورسیږی .