امریکا افغانستان ته د پاکستاني پوځیانو د ورلیږلو په تکل کښې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58607-امریکا_افغانستان_ته_د_پاکستاني_پوځیانو_د_ورلیږلو_په_تکل_کښې_ده
د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (آيي، ایس، آيي) پخواني مشر وویل: امریکا له اسلام آباده غواړي چې خپل پوځیان په افغانستان کښې دیره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2017 04:09 Asia/Kabul
  • امریکا افغانستان ته د پاکستاني پوځیانو د ورلیږلو په تکل کښې ده

د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (آيي، ایس، آيي) پخواني مشر وویل: امریکا له اسلام آباده غواړي چې خپل پوځیان په افغانستان کښې دیره کړي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي اسد دراني د دې خبرې په کولو سره همداشان زیاته کړه: په سیمه کښې د امریکې سیاست نه یوازې بدل شوی نه دی بلکې دغه هیواد لاهم په سیمه کښې د ناکرارۍ د رامینځته کولو او د افغانستان په خاوره کښې د خپلو پوځي اډو د ساتلو په لټه کښې دی. هغه همداشان زیاته کړه چې امریکا په سیمه کښې سوله او ثبات نه غواړي بلکې د خپل پوځي شتون د دوام او د سیمې پر هیوادونو د ولکې لپاره ځیني پروګرامونه لري خو د امریکايي چارواکو دا تمه به پوره نه شي.

د سي، آيي، ای پخواني مشر ټینګار وکړ چې له پاکستان سره د امریکې میلیارډي مرستې حقیقت نه لري او د واشنګټن په مرستو پورې د پاکستان د پيئلتیا وخت تیر شوی دی.