دپاکستان جماعت الاحرار ډله وویشل شوه
Nov 13, 2017 00:50 Asia/Kabul
-
مکرم خان مخکې د پاکستان دطالبانو ډلې د جماعت الاحرار ډلې یو(۱) مهم قوماندان او ویندوی وو .
زمونږخبریال وایی جماعت الاحرار ډله چې د پاکستان دطالبانو یوه (۱)څانګه ګڼل کیده په دوو (۲)جلا جلا ډلو وویشل شوه .
په یوې بیانیې کښې چې په ویډیو خپره شوی ده ویل شوی دی دپاکستان د طالبانو د الاحرار ډلې نوی څانګه حزب الاحرار وړمه ورځ دافغانستان په ننګرهار ولایت کښې جوړه شوه او دغه ډله به د مکرم خان تر قوماندنۍ لاندې فعالیت وکړی .
مکرم خان مخکې د پاکستان دطالبانو ډلې د جماعت الاحرار ډلې یو(۱) مهم قوماندان او ویندوی وو .
دپاکستان طالبانو چې بیلابیلې ډلې لری له تیرو څو کلونو راهسې دهیواد په مختلفو سیمو کښې په بم چاودنو او حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک چې حکومتی عسکر او پولیس هم پکښې شامل دی وژلی دی .
ټیګونه