په اسلام آباد کښې د پولیسو او پرلت غزونکو ترمېنځ نښته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59555-په_اسلام_آباد_کښې_د_پولیسو_او_پرلت_غزونکو_ترمېنځ_نښته
د پاکستان په پائېتخت اسلام آباد کښې د پرلت غزونکو او پولیسو ځواکونو ترمېنځ په نښته کښې په لسګونو تنه ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2017 02:43 Asia/Kabul
  • په اسلام آباد کښې د پولیسو او پرلت غزونکو ترمېنځ نښته

د پاکستان په پائېتخت اسلام آباد کښې د پرلت غزونکو او پولیسو ځواکونو ترمېنځ په نښته کښې په لسګونو تنه ژوبل شول.

له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې دغه نښته په اسلام آباد کښې د پرلت غزونکو لخوا د څو تنو پولیسو ځواکونو له یرغمال نیونې وروسته رامنځته شوه.

پولیس ځواکونو د خپلو ملګرو د ازادولو لپاره د په پرلت غزونکو باندې له اوښکې بیوونکی ګېس څخه استفاده وکړه.

په دغه نښته کښې شپاړس پولیس او په لسګونو پرلت غزونکی ژوبل شول.

د پاکستان د تحریک لبېک یا رسول الله ډلې یو شمېر غړی د خادم حسېن رضوی په مشرۍ پینځلس ورځې وشوې چې د دغه هېواد د پارلېمان له فارم څخه د ختم نبوت د سوګند د قانون په ختمولو باندې په اعتراض کښې د اسلام آباد په خواوشا کښې خېمې اودرولې دی او د دغه هېواد د قانون د وزیر زاهد حامد د څنګته کېدو غوښتونکی شوی دی.

د پرلت غزونکو لخوا د اسلام آباد،  راولپنډۍ اصلی سړک د تړل کېدو او د نورو سړکونو ته د ټرېفک منتقلولو په وجه د اسلام آباد سړکونه د ګاډو له سخت رش سره مخامخ شوی او د ښاریزو تګ راتګ یې له مشکل سره مخامخ کړے دے.

که څه هم د سیاسی ګوندونو له اعتراضه وروسته حکومت د پارلېمان د استازیو لپاره د خداے د ګران رسول (ص) په ختم نبوت باندې د سوګند خوړلو قانون اصلاح کړ خو د مذهبی ډلو پلویان په دې لړ کښې خپل احتجاج ته دوام ورکوی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم محکمې ته ویلی دی چې د تاوتریخوالی او نښتو د مخنیوی لپاره له پرلت غزونکو سره د حکومت خبرې اترې تعقیبوی.