دیمن په ضددعربستان له خودساخته ائیتلاف سره دپاکستان یوځای کیداخطرناکې نتیجې لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59979-دیمن_په_ضددعربستان_له_خودساخته_ائیتلاف_سره_دپاکستان_یوځای_کیداخطرناکې_نتیجې_لری
دپاکستان حکومت باید له عربستان سره دملګرتیالپاره له بل هراقدامه مخکې د دغه خودساخته پوځی ائیتلاف په چوکاټ کې د دغه هیواد د پارلیمان داستازو رائ ترلاسه کړی اوباید خپل سری فیصله ونه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 11:42 Asia/Kabul
  • دیمن په ضددعربستان له خودساخته ائیتلاف سره دپاکستان یوځای کیداخطرناکې نتیجې لری

دپاکستان حکومت باید له عربستان سره دملګرتیالپاره له بل هراقدامه مخکې د دغه خودساخته پوځی ائیتلاف په چوکاټ کې د دغه هیواد د پارلیمان داستازو رائ ترلاسه کړی اوباید خپل سری فیصله ونه کړی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د  پاکستان تحریک انصاف یوې مشرې او دولسی جرګې غړې میرمن  شیرین  مزاری  په دې خبرې په ټینګار سره چې  عربستان د سیمې دهیوادونو دناکرارولو  عامل دی ،  وئیلی دی ،  آل سعود رژیم نیّت لری ،   دیمن  دمظلومو خلکو  په  عامې وژلې کې د خودساخته  پ،ځی  ائیتلاف په جوړولو سره  دمسلمانانو ترمینځ  تفرقه پیلونکی  جنګ ته لمن ووهی .

 هغې زیاته کړې ،   دپاکستان حکومت باید   له عربستان سره   دملګرتیالپاره  له بل هراقدامه مخکې   د دغه خودساخته پوځی ائیتلاف  په چوکاټ کې  د دغه هیواد  د پارلیمان  داستازو رائ ترلاسه کړی اوباید خپل سری فیصله ونه کړی .

  له دې مخکې هم  د پاکستان د مشرانو جرګې غړی فرحت ا... بابر  دیمن د بې وزله مسلمانانو  په  عامې وژلې کې  د سعودی عربستان  په مشرۍ  له تش په نامه پوځی ائیتلاف سره  دپاکستان  په یوځای کیدو  داندیښنې په ښودلو سره  وئیلی وو ،  دپاکستان دفاع وزیر   خرم دستګیر خان  باید  دمشرانو جرګې  داستازو   د اعتماد له جبلولو مخکې  دعربستان چارواکو ته  ژمنې ور نه کړی .

 دا په داسې حال کې دی چې  له دې مخکې  پاکستان  د هغو ۳۴ سیمه ایزو هیوادونو غړی ؤ چې  له دغه ائیتلاف سره ئې  د یوځای کیدو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی ؤ.