له پاکستانه د ۲۰ نړیوالو سازمانونو د وتلو امر شوے دے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61367-له_پاکستانه_د_۲۰_نړیوالو_سازمانونو_د_وتلو_امر_شوے_دے
د پاکستان حکومت هغه شل نړیوال سازمانونه چې نه دی ثبت شوی له هېواده وباسی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 04:15 Asia/Kabul
  • له پاکستانه  د ۲۰ نړیوالو سازمانونو د وتلو امر شوے دے

د پاکستان حکومت هغه شل نړیوال سازمانونه چې نه دی ثبت شوی له هېواده وباسی

د پاکستان حکومت ویلی هغه سازمانونه به له پاکستان وباسی چې د نوو قوانینو له مخې یې ځان له حکومت سره نه دی ثبت کړی. د پاکستان حکومت وایی اوس یې نړیوالو بنسټونو او سازمانونو ته د فعالیت لپاره قوانین سخت کړی دی او هغه سازمانونه به و ایستل شی چې ځانونه یې ثبت کړی نه دی. د پاکستان په حکومت کې سرچینو رسنیو ته ویلی چې د ۱۹ نورو سازمانونو د اسنادو څېړنه هم روانه ده، چې تر ارزونې وروسته به یې په اړه پرېکړه کېږی.