امریکا په جنوبی اسیا کښې ناامنۍ رامینځته کوی
-
امریکا د پاکستان او دچین داقتصادي کوریډورمخالفه ده .
زمونږخبریال وایی دپاکستان د پوځ متقاعد جنرال ناصر جنجوعه چې همدا اوس د ملی امنیت په چارو کښې د لومړی وزیر ځانګړی سلاکار دی پرون وویل داسې ښکاری چې امریکا د هندوستان په ژبه خبرې کوی او واشنګټن او نوی ډیلی د کشمیر دشخړې په اړه یو شان نظرونه لری .
ناصرجنجوعه په اسلام اباد کښې د ملی امنیت د سیاست په اړه یوه(۱) سیمینار ته په وینا کښې شکایت وکړ امریکا غواړی چې په افغانستان کښې هندوستان ته زیات رول ورکړی او دغه راز په سیمه کښې دخپلې ناکامۍ تور په پاکستان ولګوی .
دپاکستان دلومړی وزیر دامنیتی چارو ځانګړی سلاکار ناصر جنجوعه وویل امریکا د پاکستان په مقابل کښې هندوستان ته ښکاره لومړیتوب ورکړی دی او دغه راز هند په پرله پسې ډول له پاکستان سره د دودیز جنګ ګواښونه ورکوی .
ناصر جنجوعه وویل امریکا په پاکستان تور لګوی چې دافغانستان له طالبانو او دغه راز له حقانی ډلې سره اړیکې لری خو په حقیقت کښې پاکستان هغه وخت له ترهګرۍ سره مخ شو کله چې له امریکا سره ملګری او اتحادی شو .
هغه وویل پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې درنه لګښتونه ورکړی دی خو نړۍ هیڅکله د اسلام اباد دغه قربانۍ نه منی .
دپاکستان دلومړی وزیر د امنیتی چارو سلاکار ناصر جنجوعه په دغه سیمنیار کښې دغه خبره هم وکړه چې امریکا د پاکستان او دچین داقتصادی کوریډورمخالفه ده .
هغه وویل امریکا په سیمه کښې انډول نه غواړی او دغه خبره تضمین کړی چی چین ستر قدرت څرګند نشی او دغه راز په سیمه کښې د روسیې قدرت هم له سره څرګند نشی .
دپاکستان دغه حکومتی چارواکی وویل اوس هم اوږده لاره په مخ کښې ده ځکه چې په افغانستان کښې طالبان پیاوړی کیږی او هندوستان نورې زیاتې وسلې ترلاسه کوی .