دسیمه ایزومشکلاتو د آواری لپاره سیمه ایزه غږملتیا حل لاره ده
پاکستان کې داسلامی ایران سفیر مهدی هنر دوست پرون په اسلام اباد کې د پاکستان ،ایران او چین دسیمه ایزو ملګرتیاؤ د اهمیّت ،نومې سمینار کې پخپلې وینا کې ووئیل ، ایران دانرژۍ په حوزې کې بډائ سرچینې لری او پاکستان او چین هم دخپلې اقتصادی پراختیا لپاره انرژۍ ته اړتیا لری او ایران په نامحدودو ظرفیّتونو سره دسیمې د ولس دژوند دسوئې په لوړولو کې اغیز من رول لوبولی شی.
ایرنا خبری آ ژانس رآپورورکړپه پآکستان کې دایران سفیر په پاکستان کې د ګوادر بندر او دایران په جنوب ختیځ کې دچابهار بندر ظرفیَتونو ته اشاره وکړه اووې وئیل ایران ګوادر بندر او دپاکستان سرحدی سیمو ته سل میګا واټ بریښنا ورکوی او تر درو زرو میګاواټو پورې په پاکستان دبریښنا پلورلو ته ئې خپل چمتووالی اعلان کړی دی چې دغه اقدامات له اسلام اباد سره دملګرتیا په پراختیا کې دتهران دکلک هوډ ښوده کوی .
هنر دوست همداراز ترهه ګری د ایران ،چین او پاکستان ګډه ستونزه وبلله او روښانه ئې کړه ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په وړاندې دامریکا لارې چارې اواقدامات ناکاره دی او دترهه ګرۍ دقربانیانو په توګه پاکستان اوایران باید دترهه ګرۍ دجرړو ویستلو لپاره سره ملګرتیا وکړی .
په اسلام اباد کې دایران سفیر په سیمې کې دنشه ایزو توکو قاچاق هم دایران اوپاکستان لپاره یو ګواښ وبالۀ او ټینګار ئې وکړ، په افغانستان کې د نشه ایزو توکو کښت او تولید په سیمې کې د امریکا دشتون نتیجه ده .