په پاکستان کې ۴ترهه ګر هلاک اودرې نور هم ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61739-په_پاکستان_کې_۴ترهه_ګر_هلاک_اودرې_نور_هم_ونیول_شول
د نیول شوو ترهه ګرو له داعش سره تعلق دی او په یولړ جنایتکارو فعالیتونوکې ئې برخه هم اخستې ده . له دې مخکې هم د ملتان په غازی پور سیمې کې په پاکونکو عملیاتو کې هم دطالبانو دوه ترهه ګروژل شوی وو او درې نور هم په تښتې کې بریالی شوی وو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 22, 2017 11:17 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې ۴ترهه ګر هلاک اودرې نور هم ونیول شول

د نیول شوو ترهه ګرو له داعش سره تعلق دی او په یولړ جنایتکارو فعالیتونوکې ئې برخه هم اخستې ده . له دې مخکې هم د ملتان په غازی پور سیمې کې په پاکونکو عملیاتو کې هم دطالبانو دوه ترهه ګروژل شوی وو او درې نور هم په تښتې کې بریالی شوی وو .

زمونږ خبریال دجنګ انټرنیتی سایټ له قوله راپورراکړ  دپاکستان دبلوچستان ملیشه ای ځواک  په سبی او تربت کې  په پاکونکو عملیاتو کې څلور ترهه ګر هلاک او یوشمیر نور هم ټپیان کړی دی .

 دپاکستان دپوځ دآئی ایس پی آر  ادارې داعلامیې په اساس ترهه ګرو ځای اوسیدونکو ته ګواښونکی ټیلیفنونه کول چې    امنیتی مامورانو په لومې کې ګیر شول .  دغه اعلامیه همداراز زیاتوی  دتربت  په ګڼډیموګزئ سیمې کې هم  دترهه ګرو دشتون په باب داطلاعاتو په اساس  عملیات ترسره شوی  چې  په دغو عملیاتو کې  هم دوه ترهه ګر هلاک  شوی دی ،همداراز   دسبی په غرنّیو سیمو کې هم په پاکونکو  عملیاتو کې دوه ترهه ګرهلاک اویوشمیر نور ټپیان شوی دی .

همداراز دپنجاب صوبې سی ټی ډی  ادارې له خوا هم  دیوې اعلامیې په صادرولو سره وئیل شوی دی  دپنجاب صوبې په مظفرګړ  کې  په راولې والا سیمې کې دسی ټی ډی  مامورانو   دعیسایانو له یوه چرچ سره نزدې په پاکونکو عملیاتو کې  درې ترهه ګر نیولی دی . راپور ښئ ترهه ګرو په لومړنیو اعترافاتو کې   وئیلی  دکریسمس جشنونو په  وخت ئې دعیسایانو  په خلاف پلان درلود .  دهغوی له منګولو  زیات شمیر چاودیدونکی توکی لاسی بمونه او نور مهمات کشف شوی دی   په دغو ترهه ګرو کې محمد راشد،محودنوید اوشاهد نفیس  شامل دی چې د ټوبه ټیک سنګ،ساهیوال  او اوکاړه اوسیدونکی دی . په اعلامیې کې د اهم وئیل شوی  چې  د نیول شوو ترهه ګرو  له داعش سره  تعلق دی  او په یولړ  جنایتکارو  فعالیتونوکې ئې برخه هم اخستې ده . له دې مخکې هم  د ملتان په غازی پور  سیمې کې  په پاکونکو عملیاتو کې  هم دطالبانو دوه ترهه ګروژل شوی  وو او درې نور هم په تښتې کې بریالی شوی وو .