په اسلام اباد کې د پارلیمانونو د مشرانو دغونډې بیانیه
د ایران ، پاکستان ، افغانستان ، ترکیې چین او روسیې د پارلیمانانو دمشرانو له خوا د له ترهه ګرۍ سره د مقابلې د ستونزو او سیمه ایزو ملګرتیاو رول دګډې غونډې لومړۍ اختتامیې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په هکله د یوې بیانیې په خپرولو سره خپل کار پای ته ورساوه .
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې د ستونزو او سیمه ایزو ملګرتیاو د رول د کانفرنس لومړۍ غونډه له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره ګډې استراتیژۍ او د پارلیمانانو رول او دوهم غونډه د سیمه ایزو ارتباطاتو د زیاتولو له لارې د ګډې هوساینې د لرلیدونو پیژندل په نامه ترسره شوه او د دغه موضوګانو په هکله یوه ګډه بیانیه جوړه او د پارلیمانانو د مشرانو له خوا لاسلیک شوه.
د پاکستان د مشرانو جرګې رییس ایاز صادق د غونډې په پاییزو مراسمو کې په دغه غونډه کې د ایران چین، روسیې، افغانستان او ترکیې د پارلیمانانو د مشرانو په برخه اخستلو له هغوی مننه وکړه. د ایران د اسلامي شورا د مشر په اعلان سره د دغه غوندې بله ناسته به په تهران کې ترسره شي.
د پاکستان د ملي پارلیمان له مشر او د پاکستان د مرکزي بانک له مشر سره کتنه او له رسنیو سره د ګډې غونډې جوړول نن پاکستان ته د ایران د اسلامي شورا د مشر د سفر پروګرامونه دي.