شهباز شریف ناڅاپه عربستان ته لاړ
Dec 28, 2017 08:54 Asia/Kabul
د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر په یو ناڅاپي سفر کښې ریاض ته لاړ.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند سرچینو وویل: د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف دا سفر د عربستان د باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په غوښتنه کړی دی.
دغو سرچینو زیاته کړې چې په پاکستان کښې د عربستان سفیر درې ورځې مخکښې د پنجاب له وزیراعلی سره کتلي وو. په دغې کتنې کښې په پاکستان کښې د عربستان سفیر د خپل هیواد د باچا پیغام شهباز شریف ته ورسوه چې پکښې ملک سلمان زرترزره له ده سره د کتنې غوښتنه کړې وه.
ټیګونه