دپاکستان ولس یوځل بیا دامریکاپه ضدخپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ
دامریکا له دړکو او ګواښونو دپاکستان ملت هیڅکله هم نه ویریږی او دا امریکا ده چې د غلطو او جنایتکارو سیاستونو له امله ئې د پآکستان په کور کور او کوڅې کوڅې کې د بې ګناه خلکو وینه تویږی او دا امریکا ده چې د ترهه ګرو او جنایتکارو بشبړ ملاتړ کوی.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان دلسګونو ښارونو په لکونو خلکو دامریکا د جنجالی ولسمشر د پاکستان ضد څرګندونو باندې په اعتراض کې په سترو مظاهرو جوړولو سره له اسلام اباده دامریکا د سفیر دشړلو غوښتنه وکړه .
راپور ښئ دپاکستان په لکونو پاریدلو خلکو پخپلو چغو کې دامریکا په ضد خپله کرکه او غوسه د ډونالډ ټرمپ د جوسې او د امریکاد بیرغ په سوزولو سره نندارې ته وړاندې کړه . دوی داسلامی امت په تیره بیا د پاکستان د سیاستوالانو او حکومت او ولس په غږملتیا او یوه خوله کیدا په ټینګار سره اعلان کړی ، دامریکا له دړکو او ګواښونو دپاکستان ملت هیڅکله هم نه ویریږی او دا امریکا ده چې د غلطو او جنایتکارو سیاستونو له امله ئې د پآکستان په کور کور او کوڅې کوڅې کې د بې ګناه خلکو وینه تویږی او دا امریکا ده چې د ترهه ګرو او جنایتکارو بشبړ ملاتړ کوی. او داسلامی امت په ضد ئې په ښکاره د جنګ اعلان کړی دی . دوی پخپلو شعارونو کې داسلامی امت په یووالی او اتحاد هم ټینکار کړی او دغه راز ئې پر ځینو غولیدلو او پیّلو اسلامی هیوادونو هم غږ کړی ، هیڅکله دې پر امریکا باؤر نه کوی ځکه امریکا له نورو دخپلو ګټو لپاره ناوړه استفاده کوی او کله ئې چې دمصرف نیټه تیره شی ، نو د ټیشو پیپر په څیر به ئې لیرې ګوزار کړی .
دپآکستان ولس په خپلو مظاهرو کې همداراز پر خپل حکومتی چارواکو هم غږ کړی ، هیڅکله دې هم د امریکائی دړکه مارو په وړاندې سر ټیټی ونه کړی او دهغوی ناروا غوښتنې دې ونه منی . ځّکه پاکستان پخپله هم دترهه ګرۍ قربانی دی او د ترهه ګرو د له مینځّه وړلو او دهغوی په ضد په مبارزې کې ئې په لسګونو زره قربانۍ وړاندې کړی دی .