په پاکستان کښې دافغانستان دکډوالود وسیدونیټه تمدید شوه
-
په پاکستان او ایران کښې دافغانستان ترټولو زیات کډوال وسیږي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان فیډرال کابینې پرون په هیواد کښې د افغانستان هستوګنه کډوالو ته د وسیدا مهلت دیرش ورځې تمدید کړ .
دا دپاکستان دحکومت لخوا دافغانستان کډوالو دهستوګنې د مودې د تمدیدا شپږم(۶) ځل دی .
د کابو یو اعشاریه څلور میلیونه افغان کډوالو چې نومونه یې ثبت شوی دی دکډوالې حیثیت په تیرې یکشنې ورځ هغه وخت پاې ته ورسید کله چې دهغوې د هستوګنې د کارتونو موده د دسمبر په یودیرشمه(۳۱) نیټه پاې ته ورسیدله .
د پاکستان د کورنیو چارو او د سرحدی سیمو وزارت سیفرون(SAFRON) د لومړی وزیر سیکریټریټ ته سپارښتنه کړی ده چې په هیواد کښې د افغانستان دهستوګنه کډوالو د وسیدا نیټه د روان میلادی کال تر دسمبر میاشتې پورې تمدید کړی .
خو په اسلام اباد کښې د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په مشرۍ د کابینې غونډې د کارت لرونکو افغانانو لپاره د هستوګنې موده یوازې دیرش(۳۰) ورځې تمدید کړه .
پاکستان وایی چې په هیواد کښې دافغانستان دزیاتو کډوالو شتون دپاکستان په اقتصاد ستر بار دی .
په پاکستان او ایران کښې دافغانستان ترټولو زیات کډوال وسیږی .