د امریکا او پاکستان د خلې جنګ اوج ، شعار یا حقیقت ؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62659-د_امریکا_او_پاکستان_د_خلې_جنګ_اوج_شعار_یا_حقیقت
د دواړو هیوادونو رامینځته شوی اختلافات هم د چین او پاکستان د اقتصادی کوریډورپه خاطر دی چی امریکا یې د خپلو ملی ګټو په ضد بولی او همداراز امریکا لخوا د سیمې په چارو کی هندوستان ته د مشرۍ رول ورکولو هم پاکستان له امریکا لیرې کړی او چین او روسیې ته نږدې کړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 10:50 Asia/Kabul
  • د امریکا او پاکستان د خلې جنګ اوج ، شعار یا حقیقت ؟

د دواړو هیوادونو رامینځته شوی اختلافات هم د چین او پاکستان د اقتصادی کوریډورپه خاطر دی چی امریکا یې د خپلو ملی ګټو په ضد بولی او همداراز امریکا لخوا د سیمې په چارو کی هندوستان ته د مشرۍ رول ورکولو هم پاکستان له امریکا لیرې کړی او چین او روسیې ته نږدې کړی دی

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا په هغوپاکستانی ضد څرګندونو پسې چی  پاکستان یې په افغانستان کی د ترهه ګرو ملاتړی  او امریکا لخوا په تیرو ۱۵ کلونو کی دغه هیواد ته ۳۳ میلیارډ ډالری مرستې ډیرې احمقانه وبللی ، د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ  لفظی جنګ اوج ته رسیدلی دی .

له یوه پلوه د سپینې ماڼۍ ویندوۍ میرمن سارا سینډرز ویلی دی چی  احتمال شته امریکا له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پوری د پاکستان د مالی مرستو د غوڅولو او همداراز په دغه هیواد کی د ترهه ګرو د پټنځایونو د له مینځه وړلو لپاره د دغه هیواد خاورې ته ورداخلیدا اعلان کړی . له بلې خوا د پاکستان د پوځ مشرانو د ټرمپ لخوا پاکستان پرضد د سختو څرګندونو په غبرګون کې ویلی دی ، هغه ناوړه تفاهم چی پاکستان او امریکا ترمینځ رامینځته شوی د سیمې په حالاتو په تیره بیا د افغانستان په امنیتی وضعیت بداغیز شیندلی شی .

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور  په دې باره کی وویل  امریکا باید هغه عوامل پیدا کړی چی د پاکستان او امریکا ترمینځ  په اختلافاتو پسې دی . هغه په ملګروملتو کی د امریکا د استازۍ میرمن نیکی هیلی د سختو څرګندونو په ارتباط د یوې پوښتنې په ځواب کی وویل نیکی هیلی یوه هندی توکمه امریکاۍ ده . هغه په عین حال کی د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمینځ په  مسلې په اعتراف سره وویل تره هغه چی پاکستان او هندوتسان ترمینځ مسلې اواری شوی نه وی ، په سیمه کی امنیت  نه تامینیږی .

همداراز د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف  هم په اسلام اباد کی  په یوه خبری کانفرنس کی د ټرمپ لخوا د پاکستان ضد څرګندونو په غبرګون کی وویل امریکا دی پاکستان ته د مرستې ورکولو طعنه نه ورکوی ، هغه پیسې چی امریکا یې پاکستان ته ورکوی ، له ترهه ګرۍ سره دجنګ په خاطر دی چی د هغه په وینا دا د امریکا جنګ دی نه د پاکستان . هغه په عین حال کی وویل پاکستان د امریکا مرستې  ته هیڅ ضرورت نلری او د پاکستان لومړی وزیر خاقان عباسی ته یې سپارښتنه وکړه چی اقتصادی سټراټیجۍ په دې ډول جوړه کړی چی نوره د امریکا مرستې ته اړتیا نه وی او د پاکستان عزت نفس  او باور تر پوښتنې لاندې رانشی  او د ټرمپ په شان کسانو له لوری پرې حمله ونشی .

خو د افغانستان د ملی پارلیمان غړی ښاغلی نادر خان کټوازی چی مونږ سره یې ټیلی فونی خبرې کولې ، پاکستان پرضد د امریکا د سختو دباونو په ارتباط د ټرمپ د څرګندونو د تایدولو په ترڅ کی وویل دا حقیقت دی چی پاکستان  له امریکا څخه  د ترهه ګرۍ پرضد د جنګ په پلمه په میلیارډونو ډالره اخیستی دی ، خو په بدل کی ې یې ترهه ګرۍ پراخه کړی ده . خو د کټوازی په وینا پاکستان په تیرو ۱۶ کلونو کی د امریکا له اجازې پرته داسې خطرناک ریسک نشو کولې چی د ترهه ګرو ملاتړ وکړی . هغه مالی مرستې چی له پاکستان سره شوی دی د امریکا د سټراتیجۍ په اساس شوی دی ، نو په حقیقت کی د امریکا سیاست احمقانه دی . که څه هم افغانان د ټرمپ له خبرو خوشحاله شوی ، خو داسې نه ښکاری چی امریکا پاکستان پرضد اقدام وکړی . د هغه په وینا د امریکا او پاکستان  ملګرتیا لازم و ملزوم ده  او یوه بل ته اړتیا لری او د دواړو هیوادونو رامینځته شوی اختلافات هم د چین او پاکستان د اقتصادی کوریډورپه خاطر دی چی امریکا یې د خپلو ملی ګټو په ضد بولی او همداراز امریکا لخوا د سیمې په چارو کی هندوستان ته د مشرۍ رول ورکولو هم پاکستان  له امریکا لیرې کړی او چین او روسیې ته نږدې کړی دی  .