پاکستان پر امریکې هیڅ باور او اعتماد نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62803-پاکستان_پر_امریکې_هیڅ_باور_او_اعتماد_نه_لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: له اسلام آباد سره د امریکې ملګرتیا یوازې د امریکې د ګټو لپاره ده او هیڅکله پرې اعتماد او باور نه شي کیدلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2018 12:05 Asia/Kabul
  • پاکستان پر امریکې هیڅ باور او اعتماد نه لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: له اسلام آباد سره د امریکې ملګرتیا یوازې د امریکې د ګټو لپاره ده او هیڅکله پرې اعتماد او باور نه شي کیدلی.

خواجه محمد آصف پرون ترهګرو ته د پناه ورکولو په هکله د امریکې د ولسمشر د پاکستاني ضده څرګندونو په غبرګون کښې زیاته کړه: امریکې په مختلفو برخو کښې پاکستان تل یوازې پریښې دی او په همدې وجه پر واشنګټن اعتماد نه شي کیدی.

خواجه محمد آصف زیاته کړه: د پاکستان پوځي ځواکونه له ترهګرو سره په مقابلې بوخت دي او په دې لاره کښې پاکستان تراوسه ډیر سرونه او تاوانونه کړي دي.