د افغان مهاجرینو په شتون د پاکستان د دفاع د وزیر نیوکه
Jan 16, 2018 12:05 Asia/Kabul
د پاکستان د دفاع وزیر وویل،د افغان مهاجرینو شتون په اسلام آباد سخت دباونه راوړی دی.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې خرم دستګیر تاکید وکړ د دریو میلینو افغان مهاجرینو شتون د پاکستان حکومت ته سخت ګوزار ورکړے دے.
هغه زیاته کړه نن د افغانستان تقریباً نیمائی برخه د ترهه ګرو امن پناه ځاے دے ،ځکه چې د ملی وحدت حکومت د دغه هېواد په ۴۳ فیصده زمکه تسلط نه لری.
دغه پاکستانی چارواکی همدارنګ په افغانستان کښې د امریکې پوره ماتې ته په اشارې سره واضحه کړه: د پاکستان لپاره د افغان مهاجرینو شتون کافی دے او سپینه ماڼۍ دا چې په دې لټه کښې ده چې د خپلو ماتو لپاره ګرم راپېدا کړی.
د پاکستان د دفاع وزیر تاکید وکړ: مونږ به ځان د افغانستان د جنګ قربانی نه کړو او په دې لار کښې د هیڅ یو هېواد له ګواښه نه ویریږوو.
ټیګونه