عمران خان، طاهرالقادری او زرداری نن پرلتې وهی
-
د پاکستان د عوامي تحریک مشر طاهر القادري وویل په لاهور کښې نن پرلتې وهلو ته به اصف علي زرداري او عمران خان وینا وکړي او د راتلونکي په اړه به خپله ایجنډه اعلان کړي . د پاکستان دپیيلز ګوند مهم مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري وویل د پرلتې وهلو هدف د پنج
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دحکومت پرضد د تحریک انصاف دمشر عمران ، د عوامی تحریک دمشر طاهرالقادری او د پیپلز ګوند د مهم مشر اصف علی زرداری پرلتې به نن په لاهور کښې وشی .
د پاکستان د عوامی تحریک مشر طاهر القادری وویل په لاهور کښې نن پرلتې وهلو ته به اصف علی زرداری او عمران خان وینا وکړی او د راتلونکی په اړه به خپله ایجنډه اعلان کړی .
د پاکستان دپییلز ګوند مهم مشر او پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری وویل د پرلتې وهلو هدف د پنجاب صوبې دحکومت ختمول دی او اوس د واکمنانو د تلو وخت رارسیدلی دی .
د پاکستان دعوامی تحریک مشر طاهر القادری په لاهور کښې له کتنې وروسته یوه(۱) ګډې خبری کانفرنس ته په وینا کښې وویل له حالاتو سره سم به فیصله وکړو چې خپل اعتراض تر څو ورځو پورې جاری وساتو خو هسې زمونږ اراده یوازې دنن ورځې د پرلتې وهل دی .
هغه وویل یو(۱ )سټیج (Stage)به وی او ټول مشران به هلته وینا وکړی او په دغه اعتراض کښې ټول یوشان کوربه دی او دحکومت مخالف ګوندونه حکومت ته خپل پیغام رسوی .
د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری خبری کانفرنس ته په وینا کښې وویل دغه اعتراض به نتیجې ته ورسوو او زیاته یې کړه د احتجاج هدف له پنجاب حکومت څخه د ځان خلاصول دی .
زرداری وویل نوازشریف او شهباز شریف غواړی چې دودې باچاهۍ بچ شی خو اوس ددوې د تلو وخت راغلی دی .
په لاهور کښې پرلتې وهلو ته به لومړۍ دپاکستان پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری او بیا عمران خان وینا وکړی .