پاکستان؛ د افغانستان په پایتخت کی په یو هوټل حمله وغندله
Jan 21, 2018 09:25 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزارت، د افغانستان په پایتخت کی په یو هوټل وسله وال یرغل وغانده. د ایرنا د راپور په اساس، تیره شپه د کابل په ښارکی د انترکانټیننټال په هوټل د یرغلګرو په حمله کی، د دؤو حمله کونکو په شمول ۱۷ کسان وژل شوی، او نور په لس ګونه تنه ټپیان شول.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند«محمد فیصل»نن سهار، د انترکانټیننټال په هوټل د یرغلګرو په حمله کی د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره غمرازې وښودله.
محمد فیصل، له ټروریزم سره د مبارزې په دوام په ټینګار سره زیاته کړه: اسلام آباد پدی زمینه کی زیات زیانونه زغملی دی.
دا په وروستیو څو کلونو کی د انترکانټیننټال په هوټل دویمه حمله ده، چی له کبله یی د ۹ ؤ یرغلګرو په شمول په لس ګونه عام خلګ وژل شوی دی.