پاکستان؛ د افغانستان په پایتخت کی په یو هوټل حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i63863-پاکستان_د_افغانستان_په_پایتخت_کی_په_یو_هوټل_حمله_وغندله
د پاکستان خارجه وزارت، د افغانستان په پایتخت کی په یو هوټل وسله وال یرغل وغانده.    د ایرنا د راپور په اساس، تیره شپه د کابل په ښارکی د انترکانټیننټال په هوټل د یرغلګرو په حمله کی، د دؤو حمله کونکو په شمول ۱۷ کسان وژل شوی، او نور په لس ګونه تنه ټپیان شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2018 09:25 Asia/Kabul
  • پاکستان؛ د افغانستان په پایتخت کی په یو هوټل حمله وغندله

د پاکستان خارجه وزارت، د افغانستان په پایتخت کی په یو هوټل وسله وال یرغل وغانده.    د ایرنا د راپور په اساس، تیره شپه د کابل په ښارکی د انترکانټیننټال په هوټل د یرغلګرو په حمله کی، د دؤو حمله کونکو په شمول ۱۷ کسان وژل شوی، او نور په لس ګونه تنه ټپیان شول.

 

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند«محمد فیصل»نن سهار، د انترکانټیننټال په هوټل د یرغلګرو په حمله کی د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره غمرازې وښودله.

محمد فیصل، له ټروریزم سره د مبارزې په دوام په ټینګار سره زیاته کړه: اسلام آباد پدی زمینه کی زیات زیانونه زغملی دی. 

دا په وروستیو څو کلونو کی د انترکانټیننټال په هوټل دویمه حمله ده، چی له کبله یی د ۹ ؤ یرغلګرو په شمول په لس ګونه عام خلګ وژل شوی دی.