د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په امریکی نیوکه وکړه
Jan 21, 2018 11:11 Asia/Kabul
د پاکستان داخله وزیر تاکید وکړ: امریکا دی د اسلام آباد په داخلی چارو کی د دخالت کولو پرځای، د دری میلیون افغان مهاجرینو د ستنولو په فکر وی.
د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، احسن اقبال وویل: امریکا دی په پاکستان د تور لګولو پرځای، د مهاجرینو لپاره د یوې مناسبی اقتصادی بستې د چمتو کولو په فکر وی، چی لازیات مشکلات ورته پیښ نه شی.
د نواز مسلم لیګ ګوند لوړ پوړی غړی، د پاکستان په خاوره کی د افغانستانی مهاجرینو شتون ته په اشارې سره زیاته کړه: اسلام آباد ضمانت کوی؛ که دغه مهاجرین له پاکستان څخه ووځی، او خپل هیواد ته ستانه شی، هیڅ ترهه ګر په پاکستان پاتی نه شی.