پاکستان له امریکا سره داطلاعاتو تبادله غوڅه کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64639-پاکستان_له_امریکا_سره_داطلاعاتو_تبادله_غوڅه_کړی_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان پرون وویل د اسلام اباد حکومت همدا اوس له امریکا سره دتاوتریخوالی په دلیل له واشنګټن سره دخپلو اطلاعاتو تبادله غوڅه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2018 01:28 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان د ترهګرو لپاره امن ځای بللی وو .
    دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان د ترهګرو لپاره امن ځای بللی وو .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان پرون وویل د اسلام اباد حکومت همدا اوس له امریکا سره دتاوتریخوالی په دلیل له واشنګټن سره دخپلو اطلاعاتو تبادله غوڅه کړی ده .

هغه ترهګرو ډلو ته د پاکستان د حکومت لخوا د پناه ورکولو په اړه دامریکا د ادعا په ردولو سره وویل دپاکستان خاوره دهیڅ ترهګر لپاره پناه ځاې نه دی .

دپاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان وویل داسلام اباد حکومت دامریکا د مالی مرستو د غوڅیدا په نظر کښې نیولو سره په سیمه کښې د نوی ائتلاف په جوړیدا غور کوی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال د اګست دمیاشتې په یویشتمه(۲۱) نیټه د پاکستان او دافغانستان په اړه دنوی ستراتیژۍ داعلانولو په وخت پاکستان د ترهګرو لپاره امن ځای بللی وو چې دغه چاره د اسلام اباد د چارواکو د غصه کیدا او د دواړو هیوادونو ترمینځ د کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شوی ده .

امریکا دغه راز له پاکستان سره مالی مرستې هم ځنډولی دی .