سعودی عربستان ته دپوځی ځواک لیږدول دپاکستان دپارلیمان له غږملتیاپرته ترسره کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65799-سعودی_عربستان_ته_دپوځی_ځواک_لیږدول_دپاکستان_دپارلیمان_له_غږملتیاپرته_ترسره_کیږی
د پاکستان مشرانو جرګې مشر رضا ربانی هم سعودی عربستان ته د پآکستانیو پوځیانو په لیږد په اعتراض کې د د غه هیواد دفاع وزیر غلام دستګیر خان مشرانو جرګې ته احضار کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2018 16:28 Asia/Kabul
  •   سعودی عربستان ته دپوځی ځواک لیږدول دپاکستان دپارلیمان له غږملتیاپرته ترسره کیږی

د پاکستان مشرانو جرګې مشر رضا ربانی هم سعودی عربستان ته د پآکستانیو پوځیانو په لیږد په اعتراض کې د د غه هیواد دفاع وزیر غلام دستګیر خان مشرانو جرګې ته احضار کړ .

دسحر  اردو خبری چینل  راپور ورکړی،  دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین  غورځنګ دعمومی منشی مرستیال  ناصر شیرازی نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  دپاکستان حکومت  باید  د پاکستان  دپارلیمان په غږملتیاسره  سعودی عربستان ته نوی ځواک ولیږدوی .

   هغه زیاته کړې ،  دپاکستان  پارلیمان  او همداراز سیدسی او مذهبی  ګوندونو هم  سعودی عربستان ته د پاکستان د نورو پوځیانو  په لیږدولو سخت اعتراضونه کړی دی .

  په عین حال کې د پاکستان  مشرانو جرګې مشر  رضا ربانی  هم  سعودی عربستان  ته دپآکستانیو پوځیانو   په لیږد په اعتراض کې  د د غه هیواد دفاع وزیر غلام دستګیر خان  مشرانو جرګې ته احضار کړ .

 داپه داسې حال کې دی چې  تیر کال هم دپآکستان دفاع وزیر وئیلی وو چې  دغه هیواد  به له یمن سره دسعودی عربستان  سرحدی سیمې کې  ددیره کیدا لپاره  هیڅ ډول ځواک ونه لیږی .  کابو درې کاله  مخکې  کله  سعودی عربستان دیمن  دبې وزله هیواد په ضد  بې آمانه جنګ پیل کړ ، نو    په رسمی توګه ئې له پاکستانه وغوښتل څو  په دغه  جنګ کې  دې له دغه هیواد سره  شریک شی ، خود پآکستان پارلیمان  دیوه پریکړه لیک په صادرولو سره ، دیمن په ضد په جنګ کې  د دغه هیواد د  هرډول پوځی ګډون  خنډ شو.

د پوځیانو د روزنې په پلمه  سعودی عربستان ته دپاکستان دپوځیانو لیږدولو  د پاکستان د ولس سخته غوسه او کرکه  راپارولې ده  .