اسلام آباد د برجام په وړاندې د امریکې سیاستونه نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66349-اسلام_آباد_د_برجام_په_وړاندې_د_امریکې_سیاستونه_نه_مني
په تهران کښې د پاکستان سفیر په دې خبرې سره چې ایران د برجام په وړاندې خپلو ژمنو عمل کړی دی، ټینګار وکړ: پاکستان د ایټمي موافقې په وړاندې د امریکې اقدامات نه مني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2018 08:01 Asia/Kabul
  • اسلام آباد د برجام په وړاندې د امریکې سیاستونه نه مني

په تهران کښې د پاکستان سفیر په دې خبرې سره چې ایران د برجام په وړاندې خپلو ژمنو عمل کړی دی، ټینګار وکړ: پاکستان د ایټمي موافقې په وړاندې د امریکې اقدامات نه مني.

آصف علي دراني بیګا د ایران د ټیلیویژن پنځم چینل سره په مرکه کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي پروګرام په هکله څرګنده کړه: ایران د ایټمي وسلو د تولید او پراختیا د منعې د تړون (این، پي، ټي) غړی دی او د دغه تړون له مخې له خپلو حقوقو ګټه پورته کوي.

دراني په دې خبرې سره چې له برجام څخه د امریکې وتل به د ایران او پاکستان په اړیکو کښې هیڅ خلل رامینځته نه کړي، زیاته کړه: د تهران او اسلام آباد اړیکې مضبوطې دي او دواړه هیوادونه غواړي چې د خپل قتصادي اړیکو کچه په کال کښې پنځه میلیارډ ډالرو ته ورسوي.

په تهران کښې د پاکستان سفیر د ایران د اسلامي جمهوریت د توغندوي توان په هکله وویل: دا د ایران حق دی چې د خپل ایټمي توان په لړ کښې امریکې ته د نظر څرګندولو اجازه ور نه کړي ځکه چې ایران یو آزاد هیواد دی د خپلې دفاع حق لري.

آصف علي دراني په دې هکله چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا ځیني غړي هیوادونه خپله ډل وژونکې وسلې لري خو وايي چې ایران دې د ځان د دفاع لپاره میزایل ونه لري، څرګنده کړه: کوم هیوادونه چې ځانونه جمهوري بولي، امنیت شورا د جمهوریت په بڼه نه اداره کوي او له دې شورا یو کلب جوړ شوی او نور هیوادونه یې هم غړي شوي دي.

په تهران کښې د پاکستان سفیر همداشان په ایران کښې د صلحي، ثبات او امنیت په هکله وویل: په ایران کښې ثبات او امنیت ډیر ښه دی او په دې لړ کښې باید د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ایران حکومت ته مبارکي ورکړی شي.

هغه په پاې کښې د یمن د حالاتو په اړه هم څرګنده کړه: د پاکستان سیاست دا دی چې اسلامي امت متحد وي او مسائل، د خلکو رایو ته په پام سره حل کړی شي.