پاکستان افغان کډوال په زوره نه ستنوي
د پاکستان حکومت په خپله خوښه خپل هېواد ته د افغان کډوالو پر ستنېدو له ټينګار سره ويلي چې دغه کډوال په زور نه وباسي.
دغه څرګندونې د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوچ پرون په اسلام اباد کې د (له پولو ها خوا) تر عنوان لاندې د افغانستان او پاکستان د ګډ کنفرانس له ګډونوالو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
په ياد کنفرانس کې د افغانستان د حکومت د اجراييه رياست د سلاکار مزمل شينواري په مشرۍ ١٢ کسيز پلاوي ګډون کړى چې پکښې د ملي شورا غړي او سوداګر هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تېره مياشت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د ٢٠١٨ زېږديز کال د مارچ تر ٣١مې پورې وغځوله.
د پاکستان د کډوالو چارو و زير عبدالقادر بلوچ وويل چې هېواد يې کډوال يوه بشري موضوع ګڼي او هغوی یې له سياست او امنيت څخه جلا کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغه هېواد کې شاوخوا يو ميليون غير رجسټرډ افغان کډوال مېشت وو چې اوس يې د رجسټر کولو لړۍ پيل شوې او تر ٧٠٠ زيات رجسټر شوي.
بلوچ وايي: ((افغان کډوال له امنيتي ستونزو سره کوم تړاو نه لري او نه هم له ځايي اوسېدونکو سره يې تر اوسه کومه شخړه رامنځته شوې ده.))
خو هغه وويل چې د اوږودمهال لپاره د افغان کډوالو پاتې کېدل به امنيتي ستونزې را وزېږوي.
د نوموړي په وينا، د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او په اسلام اباد کې له افغان سفارت سره يو ځاى له نږدې کار کوي، څو په خپله خوښه د کډوالو د ستنېدو لړۍ تېزه کړي.
د يادونې ده، اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا دوه نيم ميليونه افغان کډوال مېشت دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ په کابل کې يوې غونډې ته ويلي وو چې له پاکستان او ايران څخه د کډوالو ورستنول يې د حکومت په لومړيتوبونو کې دي.
هغه زياته کړه: هڅه کوم چې په راتلونکو دوو کلونو کې ټول کډوال هېواد ته را ستانه شي.