په پاکستان کې دسونګو بّیې یوځل بیا لوړې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66579-په_پاکستان_کې_دسونګو_بّیې_یوځل_بیا_لوړې_شوې
په پاکستان کې د ګیسو اوبریښنا انرژۍ کمښت ، د انرژۍ او سونګو د بَیو لوړیدا او پراخې خاموشۍ، د دغه هیواد د ولس لپاره یوه جدی ستونزه ده چې حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی ، ددغې موضوع لپاره منطقی حل لاره پیدا کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2018 08:33 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې دسونګو بّیې یوځل بیا لوړې شوې

په پاکستان کې د ګیسو اوبریښنا انرژۍ کمښت ، د انرژۍ او سونګو د بَیو لوړیدا او پراخې خاموشۍ، د دغه هیواد د ولس لپاره یوه جدی ستونزه ده چې حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی ، ددغې موضوع لپاره منطقی حل لاره پیدا کړی .

 ایرناخبری آژانس  دپاکستان درسمی سرچینو له قوله راپور ورکړی ،  د دغه هیواد داقتصادی چارو وزارت   دسونګو دبیّو   دلوړولو لپاره د پاکستان دلومړی وزیر  شاهد خاقان عباسی  له موافقې وروسته  اعلان کړی ،   دتیلی محصولاتو بیّې نهه فی صده زیاتې شوی دی .

 د دغه راپور په اساس ،  په پآکستان کې د سونګو بیّې  د ۲۰۱۴کال  له اکتوبر میاشت  راهسې  تر دې دمه  له تر ټولو لوړې سوئې  ته رسیدلی دی .

 دپاکستان رسنیو  هم نن  لیکلی دی،  د ډیزلو او پیټرولو  دبیّیو لوړیدا به  په مستقیم ډول  په دغه هیواد کې د ټرانسپورټی او نورو چارو دلګښتونو  په ګرانیدو  اغیزې وشیندی . 

 له دې مخکې هم د پاکستان حکومت  دتیلیی محصولاتو بیّې  کابو دولس فی صده زیاتې کړې وې .

 ډیری کارپیژاند اوشناندی په دې اند دی ،  دتیلی محصولاتو د بیّو  زیاتیدا به  په پاکستان کې  د انفلیّشن   دزیاتیدا لامل شی .