په پاکستان کې دسونګو بّیې یوځل بیا لوړې شوې
په پاکستان کې د ګیسو اوبریښنا انرژۍ کمښت ، د انرژۍ او سونګو د بَیو لوړیدا او پراخې خاموشۍ، د دغه هیواد د ولس لپاره یوه جدی ستونزه ده چې حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی ، ددغې موضوع لپاره منطقی حل لاره پیدا کړی .
ایرناخبری آژانس دپاکستان درسمی سرچینو له قوله راپور ورکړی ، د دغه هیواد داقتصادی چارو وزارت دسونګو دبیّو دلوړولو لپاره د پاکستان دلومړی وزیر شاهد خاقان عباسی له موافقې وروسته اعلان کړی ، دتیلی محصولاتو بیّې نهه فی صده زیاتې شوی دی .
د دغه راپور په اساس ، په پآکستان کې د سونګو بیّې د ۲۰۱۴کال له اکتوبر میاشت راهسې تر دې دمه له تر ټولو لوړې سوئې ته رسیدلی دی .
دپاکستان رسنیو هم نن لیکلی دی، د ډیزلو او پیټرولو دبیّیو لوړیدا به په مستقیم ډول په دغه هیواد کې د ټرانسپورټی او نورو چارو دلګښتونو په ګرانیدو اغیزې وشیندی .
له دې مخکې هم د پاکستان حکومت دتیلیی محصولاتو بیّې کابو دولس فی صده زیاتې کړې وې .
ډیری کارپیژاند اوشناندی په دې اند دی ، دتیلی محصولاتو د بیّو زیاتیدا به په پاکستان کې د انفلیّشن دزیاتیدا لامل شی .