د پاکستان څنګته کړې شوے وزيراعظم په بوټ سره وويشتل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67229-د_پاکستان_څنګته_کړې_شوے_وزيراعظم_په_بوټ_سره_وويشتل_شو
د پاکستان په څنګته کړې شوي وزيراعظم باندې د لاهور په جامعه نعيميه علميه حوزې کښې د هغه د يوې وېنا په دوران کښې د يو احتجاج کونکي له لوري د بوټ ګوزار وشو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 11, 2018 14:21 Asia/Kabul
  • د پاکستان څنګته کړې شوے وزيراعظم په بوټ سره وويشتل شو

د پاکستان په څنګته کړې شوي وزيراعظم باندې د لاهور په جامعه نعيميه علميه حوزې کښې د هغه د يوې وېنا په دوران کښې د يو احتجاج کونکي له لوري د بوټ ګوزار وشو.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نواز شريف د دغه بوټ په  ګوزار سره په غوږ ولګېد.

ويل کيږي چې امنيتي ځواکونو دغه بوټ ويشتونکے کس په هم هغه ځاے کښې ووهۀ او وډبوۀ او وې نيوۀ.

پرون هم د پاکستان په سيالکوټ ښار کښې يو پاکستاني ځوان د دغه هېواد د خارجه وزير خواجه محمد آصف په مخ او جامو باندې د رنګ په شيندلو سره  په پاکستان کښې په روانو سياستونو باندې خپل احتجاج اعلان کړ چې دغه پاکستاني ځوان هم امنيتي ځواکونو ونيوۀ.

همدارنګ تېره ورځ د پاکستان د کورنيو چارو په وزير احسن اقبال باندې د يوې وېنا په دوران کښې د بوټ ګوزار کړې ؤ.

د پاکستان د راتلونکو انتخاباتو په رانزدې کېدو سره په دغه هېواد کښې د خلقو د رايو د حاصلولو لپاره د ګوندونو تبليغات او هلې ځلې زياتې شوې دي.