پاکستان یو طالب قومندان له زندانه خوشی کړ
Mar 11, 2018 15:38 Asia/Kabul
په پاکستان کښې یوې سرچینې د دغه هیواد د حکومت لخوا د طالب ډلې د یو مشر مولوي احمد الله مطیع د آزادۍ خبر ورکړ.
زمونږ خبریال د ویسا ورځپاڼې له قوله خبر راکړی چې په ملا ناني مشهور مولوي احمد ا... مطیع د پاکستان په کراچۍ کښې له څه باندې یو کال جیل خوړلو وروسته خوشی کړی شو.
خبر زیاتوي: د طالب ډلې له مشرانو څخه مولوي احمد ا... مطیع د دغې ډلې د جلب او جذب د څانګې مسئول دی چې د ۲۰۱۶ کال په ستمبر میاشت کښې د پاکستان د جاسوسي ادارې (آيي، ایس، آيي) لخوا د دغه هیواد په کویټه ښار کښې نیول شوی و.
هغه له دې مخښې د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... لخوا د دغې ډلې د عدلیې مسئول هم ټاکل شوی و.
خو خپله طالب ډلې یا افغان چارواکو د پاکستان د حکومت لخوا د دغه طالب قومندان د آزادولو په هکله لا څه نه دي ویلي.
ټیګونه