د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس مشر امانو پاکستان ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67343-د_ایټمی_انرژۍ_د_نړیوال_اژانس_مشر_امانو_پاکستان_ته_ولاړ
د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس په ۱۹۵۶ کال کې جوړ او پاکستان د دغه نړیوال اورګان له بنسټ ایښودونکیو غړیو بلل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2018 09:43 Asia/Kabul
  • د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس مشر امانو پاکستان ته ولاړ

د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس په ۱۹۵۶ کال کې جوړ او پاکستان د دغه نړیوال اورګان له بنسټ ایښودونکیو غړیو بلل کیږی .

د پاکستان د حکومت د رسمی خبری اژانس د راپور په اساس ټاکل شوی ده پاکستان ته د امانو په درې ورځنی سفر کې  هغه له لومړی وزیر سره په کتنې سربیره  په اسلام اباد ، کراچۍ  او فیصل اباد ښارونو کې د پاکستان له ایټمی تاسیساتو هم کتنه وکړی .

امانو هم همداراز د پاکستان د ایټمی انرژۍ د کمیشن له مشر سره هم کتنه او د پاکستان د ایټمی پروګرامونو په اړه خبرې اترې وکړی .

د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس په ۱۹۵۶ کال کې جوړ او پاکستان د دغه نړیوال اورګان له بنسټ ایښودونکیو غړیو بلل کیږی .

امانو وروستۍ ځل څلور کاله مخکې پاکستان ته سفر کړی وو .