شهباز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67379-شهباز_شریف_د_مسلم_لیګ_نواز_ګوند_مشر_شو
د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند غړو، شهباز شریف د دغه ګوند د نوي مشر په توګه غوره کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2018 18:49 Asia/Kabul
  • شهباز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شو

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند غړو، شهباز شریف د دغه ګوند د نوي مشر په توګه غوره کړ.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پنجاب صوبې وزیرِ اعلی او د پاکستان د تیر وزیراعظم ورور او د نواز څانګې د مسلم لیګ پارټۍ لوړرتبه غړی شهباز شریف د دغه ګوند په ننۍ غونډه کښې د مسلم لیګ نواز ګوند د نوي مشر په توګه غوره شو.

د مالي فساد په تور د پاکستان د تیرو وزیراعظم نواز شریف له عزلیدو وروسته د اساسي قانون له مخې هغه همداشان د واکمن ګوند مشري هم په غاړه نه شي لرلې.

د پاکستان سترې محکمې د تیر ۲۰۱۷ کال په جولایۍ میاشت کښې محمد نواز شریف د مالي فساد په تور د وزیراعظمۍ له مقامه څنګته کړ. خو د نواز شریف کورنۍ پر ځان د فساد تور ردوي او د دې کار اصلي وجه، سیاسي انګیزې بولي.