پاکستان د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا پیاوړې کوي
د پاکستان وزیراعظم د ایټمي ټیکنالوجۍ د صلحه ایزې پراختیا او پرمختګ او د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د ملګرتیا د پياوړتیا په لړ کښې د خپل هیواد پر ژمنې ټینګار وکړ.
د ای، پي، پي خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په اسلام آباد کښې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له مشر یوکیا امانو سره په کتنه کښې، د ایټمي انرجۍ په برخه کښې د خپل هیواد تجربې ته په اشارې سره د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د ملګرتیا د پیاوړتیا خبر ورکړ.
شاهد خاقان عباسي په دې کتنه کښې یوکیا امانو په باکسان کښې د بریښنا جوړولو لپاره د ایټمي ټیکنالوجۍ د پراختیا له وروستیو بریاو خبر وکړ او ویې ویل: پاکستان غواړي د ایټمي انرجۍ له لارې د خپلې اړتیا وړ بریښنا یوه برخه برابره کړي.
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مشر چې څلور کاله پس پرون پاکستان ته تللی دی، د دغه هیواد د ایټمي انرجۍ د کمیشن په غونډه کښې په ګډون سره وویل: آژانس د صلحه ایزې ایټمي ټیکنالوجۍ له لارې د سرطان یا کینسر ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د نړۍ د مختلفو هیوادونو د فعالیت ملاتړ کوي.
ټاکل شوې چې یوکیا امانو په اسلام آباد، کراچۍ او فیصل آباد ښارونو کښې د په صلحه ایزو اهدافو سره د یوشمیر غیر پوځي ایټمي مرکزونو او موسسو کتنه هم وکړي.
هغه به همداشان د پاکستان د ایټمي انرجۍ د کمیشن له مشر سره هم ملاقات او د دغه هیواد د ایټمي پروګرامونو په هکله خبرې اترې وکړي.
د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس په ۱۹۵۶ کال کښې جوړ شوی او پاکستان د دغه نړیوال ارګان یو بنسټګر ګڼل کیږي.