د پاکستان په لاهور کښې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67455-د_پاکستان_په_لاهور_کښې_چاودنې_مرګ_ژوبله_رامنځته_کړه
د پاکستان د لاهور ښار په رائېونډ سيمه کښې د چاودنې له کبله د پينځو پوليسو په شمول نهه تنه ووژل او پينځويشت نور ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 15, 2018 05:21 Asia/Kabul
  • د پاکستان په لاهور کښې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه

د پاکستان د لاهور ښار په رائېونډ سيمه کښې د چاودنې له کبله د پينځو پوليسو په شمول نهه تنه ووژل او پينځويشت نور ژوبل شول.

د پاکستاني رسنيو له مخې يو ترهه ګر چې په ځان پورې يې چاودېدنکي مواد تړلي وو په رائيونډ سيمه کښې يوې مذهبي غونډې ته د ننوتلو کوشش کوۀ چې پوليسو ځواکونو لخوا يې د مخه په نيولو سره ځان وچاوۀ چې په نتيجه کښې يې مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د پوليسو مقاماتو د وېنا له مخې د دغه ځان وژونکي ترهه ګر د ملګرو او انډيوالانو د نيولو لپاره تحقيقات شروع شوي دي.

تر اوسه چا کس يا ډلې  د دغې ترهه ګريزې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.