د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د بم چاودنه شوې
Mar 16, 2018 12:34 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې په قلعه سیف ا... سیمه کښې د بم چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي.
د پاکستان امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې د افغانستان پولې ته نزدې د بلوچستان صوبې د قلعه سیف ا... سیمې په یو کور کښې د بمي چاودنې له امله لږترلږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي.
دا چاودنه هغه مهال شوې چې د پاکستان د حکومت مخالف وسله وال په یو ګاډي کښې د بم په ایښودو اخته وو.
پرون مازیګر هم د بلوچستان په کلي عبدا... سیمه کښې د یو بم د چاودیدو له امله لږترلږه څلور کسان وژل شوي او یوشمیر نور زخمي شوي وو.
ټیګونه