واشنګټن ته د پاکستان د وزيراعظم سفر
د پاکستان وزيراعظم واشنګټن ته په سفر کښې د امريکې د ولسمشر له مرستيال مائيک پېنس سره کتنه او د افغانستان د بحران د هواري په باره کښې خبرې اترې وکړې.
د ايرنا د رپوټ له مخې شاهد خاقان عباسي په دغه کتنه کښې له ترهه ګرو ډلو سره د پاکستان د حکومت په مبارزې باندې په تاکيد سره وويل، د اسلام آباد لپاره په افغانستان کښې امنيت مهم دے او د پاکستان په اندازه بل هيڅ هېواد د افغانستان د صلحې او ثبات غوښتونکے نه دے.
دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان د خارجه وزير مرستيالې مېرمن تهمينه جنجوعه تقريباً لس ورځې مخکې واشنګټن ته په سفر کښې له خبريالانو سره په مرکه کښې د اسلام آباد او واشنګټن د تعلقاتو په بيا احياء باندې په تاکيد سره وويل، دغه تعلقات له دې زيات چې د پاکستان لپاره ضروري وي د امريکې لپاره لا زيات مهم او ضروري دي.